وردګو کې ناپېژاندو وسله والو ۱۳ مسافر وژلي

د انځور حقوق epa
Image caption پېښه د وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ هفت آسیاب سیمه کې شوې

د افغانستان پلازمېنې کابل څنګلوري وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، وسله والو د کابل – غزني پر لویه لار د یوې مېرمنې په ګډون ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، پېښه ددې ولایت سید آباد ولسوالۍ 'هفت آسیاب' سیمه کې تېره شپه شاوخوا یوه بجه رامنځ ته شوې.

نوموړی وايي، وسله الو د ملکي خلکو پر موټرو ډزې کړې، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دی وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو له کابله غزني ته پر ۳۰۳ مسافر وړونکي او هینو ډوله موټرو ډزې وکړې.

سرچینه وايي، په پېښه کې د وژل شوې مېرمنې یوازېنی نهه کلن زوی ټپي شوی دی.

خوږیاڼي وايي، د پېښې ټول قربانیان او ټپیان د کندهار، غزني او ننګرهار اوسېدونکي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر دغو مسافرو برید کوونکي هغه مخ پټي نامالوم وسله وال ګڼلي، چې په وینا یې تر شا یې استخباراتي کړۍ دي.

د انځور حقوق epa
Image caption د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر دغو مسافرو برید کوونکي هغه مخ پټي نامالوم وسله وال ګڼلي، چې په وینا یې تر شا یې استخباراتي کړۍ دي.

نوموړی وايي، دا پېښه پر دوی پورې هېڅ اړه نه لري، بلکې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښيي.

غزنی

بل خوا، د تېرې دوشنبې په ماځیګر د غزني ښار اړوند قاضي کلا سیمه کې پنځه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

په غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی وايي، د وژل شویو ماشومانو مړي د غزني د ولایت مقام ودانۍ مخې ته اېښودل شوي دي.

دی وايي، ددغو ماشومانو عمرونه د لسو تر پنځلسو کلونور پوې اټکل شوي.

زموږ خبریال وايي، له ماشومانو سره نژدې شپیته ولسي خلک راغلي وو چې ویل یې، ماشومان د فوټبال په لوبغالي کې په لوبه بوخت ول چې دغه کلي ته څېرمه له امنیتي پوستې د هاوان یوه ګولۍ ویشتل شوې او په لوبغالي کې ولګېده، چې یاد ماشومان یې ووژل.

خو په غزني کې امنیتي چارواکي وايي، دا چاودنه په یوه بایسکل د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکیو له امله رامنځ ته شوې ده.

Image caption د غزني د امنیت امر اسدالله انصافي وايي، چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پرځای شوي، چې دده په ټکو د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا چاودنه ورکړل شوې ده.

د امنیت امر اسدالله انصافي وايي، چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پرځای شوي، چې دده په ټکو د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا چاودنه ورکړل شوې ده.

طالبان

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه د غزني د ماشومانو وژنه ددوی په ټکو (ددښمن کار) بللی دی.

دوی وايي، په دې سیمه کې یې د پېښې پرمهال هېڅ عملیات یا جګړه نه لرله، بلکې دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

ورته مطالب