غني: طالبان دې یا له القاعدې سره شي یا عادي افغانان

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا کانګرس کې د ولسمشر غني د خبرو تود هرکلی وشو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا کانګرس ته پخپله لومړنۍ وینا کې وویل، دولت یې له طالبانو سره له قوي دریځ نه خبرې کوي او "طالبان باید یا ځانونه پر القاعدې پورې وتړي او یا سم افغانان شي".

ښاغلي غني کانګرس ته په نژدې یونیم ساعته خبرو کې د تېر و۱۴ کلونو پرمهال د امریکا د خلکو او دولت له لوري د افغانستان د لاسنیوي او ملاتړ مننه وکړه او وویل، هېواد به یې تر دې وروسته پر ځان د بسیا کېدو لپاره ګامونه واخلي او یوازې د امریکا پر مرستو به تکیه نه کوي.

د افغانستان ولسمشر واک ته له رسېدا وروسته د ولسمشر په توګه د تېرې یکشنبې په ورځ امریکا ته لومړنی رسمي سفر وکړ.

ولسمشر غني وویل، افغانستان نور هېڅکله د ترهګرۍ ځاله نه شي کېدای او افغان امنیتي ځواکونو د امریکا د جنګي ماموریت تر ختمېدا وروسته وښوده چې د هېواد ددفاع کولو توان لري.

هغه وویل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیت راوستل د ملي یووالي دولت په لومړیتوبونو کې دي، چې دغه هدف ته د رسېد ولپاره دولت د قانون د واکمنۍ، د عدالت د تامینولو، د سولې د پروګرامونو مخته بېولو او پر ځان د اقتصادي بسیا کېدو لپاره پروګرامونه لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې پروګرام پرمختګ هم د دولت له لومړیتوبونو څخه دی، چې ددې لپاره له طالبانو سره له قوي دریځه خبرې کوي.

ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې پروګرام مخته بوځي، همدا ده چې له پاکستاني چارواکو سره یې راشه درشه ډېره کړې ده، چې د سعودي عربستان او چین په ملاتړ د سولې پروګرام په اغېزناکه توګه مخته بوځي.

ولسمشر غني وویل، افغانستان به تر یوې بلې لسیزې پورې پر ځان بسیا هېواد شي او دولت به دې هدف ته د رسېدو لپاره له فساد سره مبارزه، د دولتي بودیجې د ډېرولو او د ښځو او ځوانانو د حقونو خوندي کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

ده وویل، په کابینه کې څلورو ښځینه غړو ته ځای ورکول ښيي چې دولت یې په دولتي چوکاټ کې د ښځو ملاتړ ته ژمن دی. هغه وویل، په وزارتونو او سفارتونو کې به نورې مرستیالانې ښځې هم وګوماري.

ولسمشر غني د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیکو اړیکو هم ټینګار وکړ چې په وینا یې "دواړه هېوادونه د ۲۰۰۱ د سپتمبر یوولسمې غمیزه کې سره شریک دي، خو ددغو اړیکو دوام به د همکاري پربنسټ ولاړ وي چې دغې همکارۍ ته موږ ژمن یو".

هغه تر راتلونکې یوې لسیزې پورې له افغانستان سره د امریکا ملاتړ او همکاري د هېواد پر ځان بسیا کېدو لپاره مهمه وبلله.

نوموړي د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر اتو میاشتو ځنډولو د نیوکې سربېره وویل، دغه ځنډ ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلي کېدو او منفي اغېز لامل شو.

د انځور حقوق Reuters

حامد کرزی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته حاضر نه شو، او د واکمنۍ په وروستي کال یې د امریکا پر کړنو ټینګې نیوکې وکړې، خو له امریکا سره یې د امنیتي تړون لاسلیکولو لپاره شرطونه وړاندې کړل.

حامد کرزي هم په ۲۰۰۴ کې د امریکا کانګرس ته وینا کړې ده. نوموړي هغه مهال له امریکا سره ښې اړیکې لرلې، خو تېر کال یې د واک سپارلو پرمهال ولسمشر غني ته خبرداری ورکړ، چې له امریکا سره د اړیکو لرلو په اړه محتاطانه ګام واخلي.

ورته مطالب