د غور کمکۍ فرخنده، 'یوازې د کابل لپاره'

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کمکۍ فرخندې مور یوازې همدا وايي، چې دا کار یې د 'کابل لپاره' کړی.

یوې مور نن د غور په مرکزي روغتون کې له زیږون وروسته پر خپلې لور د فرخندې نوم ایښی دی. د دې نجلۍ مور غنچه ګل او پلار یې سعد الدین وایي، ''د فرخندې په نوم ویاړي''.

دوی د غور له مرکزه څه باندې پنځوس کیلومتره لرې الله ‎یار کلي اوسېدونکي دي.

د دې نجلۍ د نوم اېښودلو مراسم ساده، خو له خوښیو ډک ګڼل شوي، په دې مراسمو کې د غور مرکزي روغتون د نوموړي ولایت یوشمېر مدني او کلتوري فعالانو ګډون کړی و.

د دې نجلۍ پلار وایي، په دې پوه شوی، چې په کابل کې (تېره پنجشنبه) وژل شوې فرخنده مظلومه او بې ګناه وه او په وینا یې له همدې کبله یې پر خپلې لور د فرخندې نوم اېښی.

تل ژوندۍ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د دې نجلۍ پلار وایي، په دې پوه شوی، چې په کابل کې (تېره پنجشنبه) وژل شوې فرخنده مظلومه او بې ګناه وه او په وینا یې له همدې کبله یې پر خپلې لور د فرخندې نوم اېښی.

نوموړی وایي: "جنایتکارانو فرخنده، په شهادت ورسوله. اوس مو د خپلې لور نوم فرخنده اېښی. چې دا نور هېر نشي او تل ژوندۍ پاتې شي".

د کمکۍ فرخندې مور یوازې همدا وايي، چې دا کار یې د 'کابل لپاره' کړی.

هم مهاله په غور کی په لسګونو خلکو د فرخندې د اروا د ښادۍ لپاره د قرآن شریف ختمونه کړي دي، او په ترڅ کې یې له دولته غوښتل چې د نوموړې د وژلو عاملین محاکمه کړي.

د فرخندې وژل کېدو او بیا د هغې د مړي سوځولو په لرې او نژدې سیمو کې د خلکو احساسات او سخت غبرګونونه راپارولي دي.

سره له دې، چې په افغانستان کې ډېری ښځې د تاوتریخوالو قرباني ګرځېدلې، خو په بې رحمانه ډول د فرخندې وژنه د دې سبب شوه چې نوموړې د دیني ارزښتونو د ساتنې په پلمه د تاوتریخوالو پر وړاندې د مبارزې په سمبول بدله شي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره اونۍ ۲۷ کلنه فرخنده د یوشمېر کسانو له خوا د هغه تور له کبله په ډبرو او لرګیو ووژل شوه او مړی یې وسوځول شو چې لا پرې ثابت شوی نه دی.

دې پېښې پر وړاندې ډېرو خلکو غبرګونونه وښودل. په ټولنیزو شبکو کې د هغې په نوم پاڼې جوړې شوې او لاریونو وشول چې موخه یې د فرخندې د وژونکو محاکمه کېدل دي.

Image caption د دې نجلۍ د نوم د ایښودلو مراسم ساده خو پرتمین بلل شوي په دې مراسمو کې د غور په مرکزي روغتون کې د نوموړي ولایت یوشمېر مدني او کلتوري فعالانو ګډون کړی و

د کابل په زړه کې شاه دو شمشیره زیارت او جومات ته څېرمه یو شمېر نارینه وو فرخنده په دې تور ووژله چې ګني قرآن شریف ته یې اور اچولی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي ولسي جرګې ته ویلي و، څېړنې ښيي چې هلته قرآن شریف نه دی سوځول شوی.

د فرخندې تر وژل کېدا وروسته په کابل کې څو پرله پسې لاریونونه وشول، او د هغې د قتل د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

Image caption لاریون کوونکواو مدني فعالانو له دولت نه وغوښتل،چې شاه دو شمشیره زیارت ته څېرمه د "اندرابي واټ" د "فرخندې واټ" په نامه کړي

ورته مطالب