"افغانستان کې دې د مدني ټولنو فعالیتونه بند کړای شي"

Image caption عالمان په دې سره يوه خوله ول چې لويديځ غواړي د مدني ټولنو له لارې په هېواد کې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

د افغانستان د عالمانو د همغږۍ ټولنې له افغان حکومته وغوښتل چې د مدني ټولنو فعاليتونه بند کړي.

دوی چې شمېر يې سلګونو ته رسېده وايي مدني فعالانو د فرخندې د وژنې په پېښه کې د پړې ګوته عالمانو ته نيولې، هغه څه چې د دوی په خبره لويه تېروتنه ده.

دوی خبرداری ورکړ که حکومت د مدني ټولنو د فعاليتونو په بندېدو کې بې پروايي وکړي له حکومت سره د ملاتړ په اړه به له سره فکر وکړي.

زموږ همکار عبدالله ستانکزی چې دغې غونډې ته ورغلی و په خپل رپوټ کې لیکي، د سلګونو قهرېدلو عالمانو دا غونډه ظاهرآ د مدني ټولنې هغو وروستيو حرکتونو ته يو ډول ځواب و، چې د فرخندې په وژلو کې يې د پړې ګوته ديني عالمانو ته نيولې وه.

دوی په هماغه سيمه کې راټول شوي و چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ په کې يوې ډلې کسانو فرخنده په کاڼو او ډبرو ووژله او وروسته يې د هغې مړی وسوځاوه.

عالمان په دې سره يوه خوله ول چې لويديځ غواړي د مدني ټولنو له لارې په هېواد کې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي او هڅه کوي په لوی لاس پر عالمانو د خلکو بې باوري زياته کړي.

Image caption دوی خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د عالمانو سپکاوي ته ادامه ورکړي دوی به يې پر وړاندې په کرار کېنني.

دوی خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د عالمانو سپکاوي ته ادامه ورکړي دوی به يې پر وړاندې په کرار کېنني.

خو د مدني ټولنې يوه فعال عزيز رفيعي بي بي سي ته وويل هيله مو دا ده چې نه عالمان او نه هم د مدني ټولنې فعالان له دغې موضوع ناوړه ګټه پورته کړي.

ده وويل حکومت بايد د فرخندې قاتلينو ته د شريعت او قانون له مخې سزا ورکړي.

دوی پر ځينو رسنيو هم نيوکه وکړه چې ګواکې د لویديځ په اشاره غواړي د عالمانو پر وړاندې د خلکو کرکه راوپاروي.

خو له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي وايي رسنيو د هيچا په اشاره کار نه دی کړی او يوازې حقايق يې خپاره کړي دي.

د فرخندې وژنې په کور دننه او بهر د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول او دغه پېښه د عالمانو، مدني ټولنې او عامو خلکو تر څنګ آن بهرنيانو هم وغندله.

ورته مطالب