د جرمونو مخنیوي ته د 'فرخندې انټرنېټي خپرونه' پروګرام جوړېږي

د انځور حقوق
Image caption ددغې ډلې یو مشر عمر منصور انصاري له افغانانو غواړي چې د ځیرک ټیلیفون له لارې د جرم د پېښېدو پروخت پولیس خبر کړي.

د افغان ځوانانو یوې ټکنالوجستي ډلې د ټیکاو د راوستو او د جرمونو د مخنیوي په موخه انټرنېټې خپرونه را پیل کړې، او نوم يې ورته د فرخندې انټرنېټې خپرونه اېښی.

وګړي د ځیرکو ټیلیفونونو پر مټ کولی شي د جرم د پېښېدو پر وخت په څو ثانیو کې پولیس خبر کړي.

نعمت الله کریاب پخپل راپور کې وايي، ټیکاو، سم سمکی او د جرمونو مخنیوی د نژدې هر افغان وګړی غوښتنه ده.

اوس د افغان ځوانانو یوې درې سوه کسیزي ډلې د انټرنېټ په مرسته د همدغې موخې لپاره پلان جوړ کړی، چې د جرمونو او نا امنیو په مخنیوي او کابو کولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

دغې ډلي ځوانانو د اوږدې تجربې او ځانګړو زده کړو وروسته د انټرنېټ په مرسته د جرمونو مخنیوي ته مټې رابډوهلې دي.

دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې اوه ورځې وړاندې د پلازمېنې کابل په زړه کې یوې ډلې خلکو یوه افغانه پېغله فرخنده قرآن شریف ته د سپکاوي په تور په خورا بد ډول ووژله، نو خپرونې ته ځکه همدغه نوم غوره شوی.

ددغې ډلې یو مشر عمر منصور انصاري له افغانانو غواړي چې د ځیرک ټیلیفون له لارې د جرم د پېښېدو پروخت پولیس خبر کړي.

د ټولنیزو شبکو او د ځوانانو د اوسنې پروګرام ترمنځ توپیر دا دی چې له دغې خپرونې یوازې د جرمونو په مخنیوي کې کار اخیستل کېږي.

د انځور حقوق

ددې پلان جوړونکي وايي دغه هڅې ددولت په ځانګړي ډول له پولیسو سره د امنیت په راوستو کې ډېره همکاري کولی شي.

ځوان افغان ټکنالوجستان وايي په پام کې لري د انټرنېټ له لارې په ټولنیزو، روغتیايي، کرنیزو چاپېر یال ساتني او نورو برخو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

د پروګرام جوړونکي وايي خلک به په څوراتلونکو ورځو کې د فیسبوک، ټویټر او ګوګل له لارې دغو پلانونو ته د لاسرسي لارې چارې زده کړي، اوپه راتلونکو دوه میاشتو کې به عملاً کار پیل کړي.

ورته مطالب