افغانستان کې د اې پي خبریالې قاتل په ۲۰ کاله بند محکوم شو

Image caption تېر کال، دغه خبریالانې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پوښښ لپاره د ټاکنیز کمیسیون له یوه اکمالاتي کاروان سره خوست ولایت ته تللې وې.

په افغانستان کې وروستۍ محکمې د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عکاسې قاتل په ۲۰ کلونو بند محکوم کړی دی.

یو کال وړاندې، په خوست ولایت کې قومندان نقیب الله د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس عکاسه آنیا نیدرینګهاس په ډزو ووژله او ددغه اژانس کاناډايۍ خبریاله کتي ګنون یې ټپي کړه.

د افغانستان په جزايي قانون کې ۲۰ کاله بند د زندان تر ټولو اوږده دوره ده.

تېر کال، دغه خبریالانې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پوښښ لپاره د ټاکنیز کمیسیون له یوه اکمالاتي کاروان سره خوست ولایت ته تللې وې.

په محکمه کې د رامنځ ته شویو اظهاراتو پربنسټ، آنیا او کتي د موټر په شاتني سیټ کې ناستې وې، چې نقیب الله پرې د کلاشنیکوف ډزې وکړې.

۲۶ کلن نقیب الله د محاکمې پرمهال د دغې وژنې تر شا د کومې څرګندې انګیزې په اړه څه ونه ویل، خو په یوه ځای کې یې ویلي چې "نورمال انسان نه دی".

تر دې وړاندې، په تېر جولای کې ابتدایه محکمې نقیب الله د دغې خبریالې د قتل په تور په اعدام محکوم کړی و. هغه د استیناف غوښتنه وکړه او دوسیه یې استیناف ته ولاړه.

استیناف محکمې پر نقیب الله د ۲۰ کلونو بند حکم وکړ. اوس، په وروستي پړاو کې وروستۍ محکمې دا پرېکړه تایید کړې ده.

د وروستۍ محکمې پرېکړه هم نهايي بڼه لري، خو امکان لري د زنداني د ښې رویې له کبله یې د بند موده راټیټه شي.

ورته مطالب