کابل کې د ولسي جرګې ‎پر غړي ځانمرګي برید درې کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په وروستیو دوو اونیو کې کابل کې دویم برید و.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي دي.

ظاهراً د برید هدف په ولسي جرګه کې د پکتیا استازی ګل پاچا مجیدي و، خو د نوموړي پښه لږ ټپي شوې ده.

برید داسې مهال شوی، چې ښاغلی مجیدي کابل کې د سپین ږیرو له یوې غونډې د وتلو په حال کې و.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي ویلي برید کوونکی پلی روان و، چې له ودانۍ نه د ښاغلي مجیدي د وتلو پرمهال یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي:

رحیمي: ''ساتونکي یو مشکوک سړی ولید او د درولو هڅه یې وکړه، خو هغه پر ځان پورې چاودېدونکي توکي وچوول''.

دا په وروستیو دوو اونیو کې کابل کې دویم برید و.

رویټرز خبري اژانس ویلي په وژل شویو کې درې ماشومان هم دي.

د ختمېدونکي مارچ پر ۲۵، د کابل ښار په مرکز کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې درې ښځې او یو ماشوم هم وو.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

د مارچ پر ۱۸ د کابل په لوېدیځ کې د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان هم په یوه ورته برید کې وژل شوی و، چې پړه یې وسله والو طالبانو پرغاړه واخیسته.

ورته مطالب