بلخ کې درې مسافر تښتول شوي

د افغانستان شمالي بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو لږترلږه درې مسافر په شولګره ولسوالۍ کې تښتولي دي.

د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد ویلي، تښتول شوي پنځه کسه وو، خو تېر ماځیګر کله چې د سمنګان ولایت له صوف درې ولسوالۍ نه مزار شریف ته تلل، وتښتول شول.

هغه بي پي سي ته وویل، دغه مسافر د سیمه ییزو پولیسو یونیفورم اغوستونکو ناپېژاندو کسان تښتولي دي.

خو د بلخ ولایت د پولیسو سرپرست عبدالرزاق قادري وايي، تښتول شوي درې کسان دي.

هغه وايي، په تښتول شویو کې یو کس د ډبرو د سکرو سوداګر دی.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د تښتوونکو پل پسې واخلي.

تر اوسه ددغې تښتونې پړه چا نه ده منلې.

په وروستیو کې افغانستان کې انسان تښتونه ډېره شوې ده.

تېره میاشت ۳۱ مسافر د کندهار – کابل پر لار زابل وایت کې وتښتول شول، چې تر اوسه یې برخلیک ناڅرګند پاتې دی.

ورته مطالب