''د ټاکنیز سمون د کمیسیون مشره زموږ په مشورې نه ده ټاکل شوې''

د انځور حقوق U.S. Embassy
Image caption پخپله د دغه کمیسیون مشره شکریه بارکزۍ وايي، هغه د سیاسي جوړجاړیو پربنسټ دغې څوکۍ ته نه ده ګومارل شوې، بلکې د هغې په وینا که افغان سیاستوال باید په نظام کې د سلیقوي چال چلند پر ځای اصلاحاتو راوستو ته ژمن وي.

د افغانستان اجرایوي ریاست وايي د ټاکنو د سمون ټاکل شوي کمیسیون ته د مشرې په ګومارلو کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې او د دوی لپاره دغه مشرتوب د منلو نه دی.

له کابله زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، په افغانستان کې د ټاکنو د سمون لپاره د نوي کمیسیون د مشرتابه پر ټاکلو نیوکې داسې مهال راپورته شوي چې له جوړېدو یې د ګوتو په شمېر ورځې تېرې شوي او لا یې هم په رسمي بڼه کار نه دی پیل کړی.

د افغانستان د اجرایوي ریاست اداره وايي دغه کمیسیون ته نوې ګومارل شوې مشره د هغه هوکړه لیک خلاف چاره ده چې د دوی په وینا د ولسمشر او اجرایوي ریس تر منځ لاسلیک شوی دی.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال اصف اشنا بی بي سي وویل چې پر دغې ګومارنې دې بیا له سره کتنه وشي او د اجرایوي ریاست له سلا مشورو پرته دغه ګومارنه قانوني نه ده:

''په دې اړه چې څوک د دغه کمیسیون مشر وي د دواړو غاړو تر منځ خبرې نه دي شوي دا د سیاسي هوکړه لیک یوه برخه ده باید خبرې پرې شوې وای، اوس باید پرې خبرې وشي او وروسته د دواړو خواوو له هوکړې وروسته باید پرېکړه وشي چې څوک باید ددغه کمیسیون مشر وي، یا به د کمیسیون غړي پخپلو کې انتخابات کوي او یا به د دواړو خواو په خوشه یو کس ټاکل کېږي، نو زموږ په باور اوسنۍ پرېکړه د سیاسي هوکړه لیک خلاف چاره ده''.

ښاغلی اشنا وايي چې ډېر ژر به دواړه خواوې سره په دې برخه کې خبرې وکړي او پر دغې نیول شوې پرېکړې به بیا له سره کتنه کیږي.

له پرله پسې هڅو وروسته بیا هم بریالي نه شوو، چې ددې موضوع په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون ولرو.

پخپله د دغه کمیسیون مشره شکریه بارکزۍ وايي، هغه د سیاسي جوړجاړیو پربنسټ دغې څوکۍ ته نه ده ګومارل شوې، بلکې د هغې په وینا که افغان سیاستوال باید په نظام کې د سلیقوي چال چلند پر ځای اصلاحاتو راوستو ته ژمن وي.

تر دې وړاندې د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو او د ټاکنو په برخه کې ځینو ادارو د دغه کمیسیون په اډانه کې د خپلو استازو پر نشتوالي هم نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه کمیسیون ته ګومارل شوي کسان نه کاري تجربه لري او نه هم د مدني ټولنې استازیتوب کولای شي.

په همدې حال کې یو شمېر حقوقي کارپوهان وايي دغه کمیسیون له قانوني لحاظه حقوقي بڼه نه لري او د سیاسي جوړجاړیو په ترڅ کې رامنځته شوی دی.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي د دغسې سیاسي مسلو د حل لاره یوازې او یوازې د سیاستوالو په لاس کې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنو ته هم ډېره موده نه ده پاتې چې د دغه کمیسیون ټکنۍ چارې به راتلونکې پارلماني ټاکنې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي.

د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو د راوستو کمیسیون د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو اصلي او بنسټیزه ماده یادېږي چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ لاسلیک شوې، که څه هم چې دغه کمیسیون په ډیر ځنډ رامنځته شو ، خو اوس یې چې لا کار هم نه دی پیل کړی راپورته شوې لانجه ښايي د دغه کمیسیون چارې نورې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي.

بله غاړه په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنو ته هم ډېره موده نه ده پاتې چې د دغه کمیسیون ټکنۍ چارې به راتلونکې پارلماني ټاکنې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي.

ورته مطالب