غزني کې چاودنې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي

د آرشیف انځور د انځور حقوق bbc

د غزني اندړو ولسوالۍ علیزو کلي کې په یوه فلانکوچ موټر د ماین چاودنه شوې، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي.

د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، چاودنه تېر ماځیګر مهال په داسې حال کې چې د سپرلۍ موټر له اندړو ولسوالۍ له بازاره کلي ته روان و، په ماین وربرابر شو.

په وژل شویو کې دوه ماشومان درې ښځې او یو نارینه دی.

ننګ وايي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی او پړه یې پر هغوی اچوي.

طالبانو د سړک غاړې په ماین کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د (پنځو) ولسي وګړو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده، خو وايي لېږدوونکی موټر د جګړې په سیمه کې له وېرې د ماینونو په لار ورغلی او پر ماین وربرابر شوی دی.

په دې ولسوالۍ کې د (نصرت) په نوم د افغان ځواکونو له لوري عملیات روان دي، چې تر اوسه د رپوټونو له مخې د ملکي وګړو د تلفاتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې حکومت او طالبانو یو او بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.

دا عملیات له تېرو لسو ورځو ورځو راهیسې روان دي.

تېره ورځ هم د دغو عملیاتو په لړ کې د دوو وولسي وګړو د وژل کېدو او د اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

د ماشومانو وژنه

د ختمېدونکي مارچ پر ۲۴، د غزني ښار اړوند قاضي کلا سیمه کې پنځه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

په غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی وايي، ددغو ماشومانو عمرونه د لسو تر پنځلسو کلونو ترمنځ اټکل شوي.

زموږ خبریال وايي، د وژل شویو ماشومانو مړي د غزني د والي دفتر مخې ته اېښودل شوي، چې نژدې شپیته ولسي خلک راغلي وو او ویل یې، ماشومان د فوټبال په لوبغالي کې په لوبه بوخت ول چې دغه کلي ته څېرمه له امنیتي پوستې د هاوان یوه ګولۍ ویشتل شوې او په لوبغالي کې ولګېده، چې یاد ماشومان یې ووژل.

خو په غزني کې امنیتي چارواکي وايي، دا چاودنه په یوه بایسکل د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکیو له امله رامنځ ته شوې ده.

Image caption د غزني د امنیت امر اسدالله انصافي وايي، چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پرځای شوي، چې دده په ټکو د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا چاودنه ورکړل شوې ده.

د امنیت امر اسدالله انصافي وايي، چاودېدونکي توکي په بایسکل کې ځای پرځای شوي، چې دده په ټکو د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا چاودنه ورکړل شوې ده.

طالبان

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه د غزني د ماشومانو وژنه ددوی په ټکو (ددښمن کار) بللی دی.

دوی وايي، په دې سیمه کې یې د پېښې پرمهال هېڅ عملیات یا جګړه نه لرله، بلکې دا پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

ورته مطالب