یو ډک قیلون له ۲۰۰ سیګرېټو سره برابر دی، خو مرګوني یورانیم لري

د انځور حقوق Getty
Image caption په اردن کې یوې نوې څېړنې ښودلې ده، د قیلون په اوبو کې د لوګي د تېرېدو زیان تر هغه ډېر زیات دی، چې خلک یې په اړه ناسم فکر کوي.

د نړۍ په ځینو برخو کې له قیلون (چیلم، شیشه) نه د ډېر وخت لپاره خوند اخیستل ډېر دود دي، خو په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د ډک قیلون څکول د ۲۰۰ سیګرېټو له لوګي سره برابر دی، چې لوګی یې د انسان بدن ته له وژونکي یورانیم سره یوځای ننوځي.

"یورانیم" تر ټولو دروند عنصر دی چې د اتومي بمونو په جوړولو کې ګټه ترې اخیستل کېږي.

په اردن کې یوې نوې څېړنې ښودلې ده، د قیلون په اوبو کې د لوګي د تېرېدو زیان تر هغه ډېر زیات دی، چې خلک یې په اړه ناسم فکر کوي.

په دې څېړنه کې جرمني او اردني څېړونکو برخه درلوده، چې د اردن د شاهي علمي بنسټ په همکارۍ ترسره شوې او د ساینس په بي ایم سي مجله کې یې پایلې خپرې شوې او د نړۍ ځینو ژبو ته هم ژباړل شوې دي.

د اردن د روغتیا وزارت وايي، ددغه هېواد ۶٪ سلنه وګړي قیلون څکوي، خو په بالغو کسانو کې ۵۰٪ نارینه او ۱۸٪ ښځینه قیلون څکوي. په دې هېواد کې وګړي په قیلون څکولو نژدې ۷۲۰ میلیون اردني دیناره لګوي.

Image caption د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرو شپږو ثانیو کې د تمباکو له کبله په ګرده نړۍ کې یو انسان مري، او د تمباکو بېلابېل ډولونه هر کال د نژدې ۶۰ میلیون کسانو د مړینې لامل ګرځي
Image caption څېړونکي وايي، په قیلون کې د تمباکو د ګرمولو او لوګي رامنځ ته کېدو لپاره د سکرو سوځېدل د زهرجنو موادو او سرطان لرونکي غاز پیدا کېدو لامل ګرځي

دوی وايي، د قیلون په اوبو کې د لوګي تېرېدل یوازې لوګی سړوي، خو وايي په لوګي کې یې ۳٪ درنه اوسپنه ده، چې د یورانیم په څېر یې انسان ۵۷٪ سلنه تېروي، او ۴۰٪ سلنه نوره اوسپنه یې د کارول شوي تمباکو یا سوځېدلي شي په ایرو کې پاتې کېږي.

څېړنه وايي، هغه څوک چې له قیلون ګټه اخلي، په اصل کې د اوبو یورانیم له خپلې مرۍ تېروي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتنو پربنسټ، له قیلون نه له راوتونکې اوسپنې باید انسان ځان وساتي.

د قیلون یوه لیتر اوبو کې ۳۰ مایکرو ګرامه وژونکې اوسپنه وي، خو د یوه ساعت لپاره قیلون څکول دا کچه ۲۶ ځلې ډېروي، چې دا کار د بېلابېلو"خبیثو پړسوبونو" او په تېره بیا په ورمیږه او سر کې د سرطان پیدا کېدو لامل ګرځي.

Image caption څېړونکو د تمباکو د بېلابېلو زیانونو خبرداری ورکړی، خو وايي په قیلون کې یې څکول خطر لاپسې ډېروي، چې وايي د قیلون یو کش د یوه بشپړ سیګریټ له لوګي سره برابر دی.

د "تمباکو" بوټی د هغې ځمکې بېلابېلې درنې اوسپنې زبېښي، چې ورباندې کرل شوی وي، چې په دغو اوسپنو کې معادن، مس، اوسپنه، کروم او یورانیم هم راځي.

د قیلون یو کش له یوه سیګریټ سره برابر دی

څېړونکو د تمباکو د بېلابېلو زیانونو خبرداری ورکړی، خو وايي په قیلون کې یې څکول خطر لاپسې ډېروي، چې وايي د قیلون یو کش د یوه بشپړ سیګریټ له لوګي سره برابر دی.

ځینې کسان قیلون د ښه بوی او خوند لپاره څکوي، خو ځینې نور خلک بیا وايي، قیلون تر سیګریټ کم ضرر لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې کسان قیلون د ښه بوی او خوند لپاره څکوي، خو ځینې نور خلک بیا وايي، قیلون تر سیګریټ کم ضرر لري، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د یوه بشپړ قیلون څکول له ۲۰ یا ۳۰ سیګریټو له څکولو سره برابر دي.

هندي نارګیله یا قیلون هومره کاربون اوکسایډ لري، چې د دماغي سکتې، د زړه او سرطان ناروغۍ رامنځ ته کېدو لپاره کفایت کوي، د قیلون څکولو پرمهال د نیکوټین، ارسنیک (زرنیخ) او سرپو په څېر زهرجن مواد د انسان تر مرۍ تېرېږي.

څېړونکي وايي، په قیلون کې د تمباکو د ګرمولو او لوګي رامنځ ته کېدو لپاره د سکرو سوځېدل د زهرجنو موادو او سرطان لرونکي غاز پیدا کېدو لامل ګرځي، خو اوبه یې په لوړه کچه جراثیم لري، چې د بډوډي د التهابي کېدو او د نري رنځ په څېرد خطرناکو ناروغیو پیدا کېدو سبب ګرځي، همداشان د هاضمې د سیستم ګډوډولو او د شونډو وتلو یا تبخال Herpes لامل هم کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption تېر کال د افغانستان ولسي جرګې په ۱۰۱ موافقو رایو په عامه ځایونو او هوټلونو کې د تنباکو د نه کارولو قانون تصویب کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرو شپږو ثانیو کې د تمباکو له کبله په ګرده نړۍ کې یو انسان مري، او د تمباکو بېلابېل ډولونه هر کال د نژدې ۶۰ میلیون کسانو د مړینې لامل ګرځي، چې تر ۶۰۰ زرو ډېر یې په ناسمه توګه تمباکو کاروي.

تېر کال د افغانستان ولسي جرګې په ۱۰۱ موافقو رایو په عامه ځایونو او هوټلونو کې د تنباکو د نه کارولو قانون تصویب کړ.

ورته مطالب