د فرخندې د قتل تاییدولو جګپوړې افغان چارواکې ګوښه کړه

Image caption سیمین حسن زاده په وروستیو کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مشره شوه

د افغان ولسمشر له لوري د فرخندې وژنې قضیې څېړنې لپاره ګومارل شوي کمېسیون د خپل نهه ورځني کار پایلې په رسمي توګه اعلان کړې.

کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ټاکل شوي کمېسیون غړو خبرې غونډې ته وویل، چې موندنو کې یې داسې هېڅ ثبوت نه دی موندلی، چې ګواکې څه باندې دوې اونې مخکې د کابل شاه دوشمشیره زیارت ته څېرمه وژلې شوې فرخندې قرآن شریف سوځلی و.

دوی وايي شواهد ښيي، چې نوموړې زیارت ته ورتلونکې مېرمنې زیارت ته له سجدې کولو، جنډو ښکلولو منع کولې، چې وايي له همدې کبله ګواکې په زیارت کې شته تعویذ لیکونو او متولیانو هغه په قرآن کریم سوځلو تورنه کړه.

د کمېسیون مشر محي الدین بلوڅ وايي په پېښه کې تورن کسان نالوستي دي:

''د فرخندې شخصي سوابق او شخصي ژوند ښيي، چې هغه یوه متدینه او د قرآن شریف حافظه او یوه فعاله دعوتګره وه، او د قرآن کریم سوځېدو ادعا د هغې له شخصیت او اعتقاد سره په بشپړ ټکر کې وه''.

بل لور ته د فرخندې وژل کېدو پېښې په تړاو د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشیره زیارت، چې چارواکي وايي پکې شته تعویذ لیکونو فرخنده د قرآن کریم په سوځولو تورنه کړې وه، د چارواکو لخوا تړل شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت شورا بیا په خپله غونډه کې د فرخندې له وژنې وروسته د ځینو څرګندونو پر بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپرونو مرستیاله سیمین حسن زاده له خپلې دندې ګوښه کړې ده.

د اطلاعاتو کل تور وزارت فرهنګي مرستیال مصدق خلیلي راته په دې اړه وویل:

''هو، د هغو څرګندونو پربنسټ، چې هغوی د فرخندې د شهادت په تړاو درلودې، د ملي امنیت شورا په غونډه کې دغه مساله مطرح شوه او ولسمشر پرېکړه وکړه چې هغوی باید له خپلې دندې ګوښه کړي''.

د افغان ولسمشر له لوري ټاکل شوی کمېسیون وايي دوی داسې کوم ثبوت نه دی موندلی، چې ګواکې د فرخندې وژنه له مخکې پلان شوې چاره ده او یا دا چې پکې کوم بهرنی لاس ښکېل دی.

دوی وايي که څوک داسې کوم ثبوت لري، چې دغه موضوع نوره روښانه کړي، باید له مخکې یې حکومت سره شریک کړي وای، خو وايي که اوس هم څوک داسې کوم ثبوت لري دوی سره یې شریکولای شي.

له ولسمشر سره لیدنه

د انځور حقوق ARG
Image caption له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د فرخندې له پلار، مور، خور او وروڼو سره کتلي او له هغوی سره یې خپله غمشریکي ښودلې ده.
د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر د فرخندې د وژنې له حقیقت موندونکي کمیسیون سره هم کتلي.

بل خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د حقیقت موندونکي کمیسیون د موندنو هرکلی کړی، او وايي د فرخندې د شهادت له پېښې وروسته دغه وزارت د جنايي جرمونو د مبارزې ریاست په ګډون د قضیې د ارزونې لپاره د کابل پولیس وګومارل، چې په پایله کې د خلکو په همکارۍ ۲۸ مشکوک کسان ونیول شول.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د فرخندې له پلار، مور، خور او وروڼو سره کتلي او له هغوی سره یې خپله غمشریکي ښودلې ده.

د انځور حقوق ARG
Image caption د فرخندې مور له لومړۍ مېرمنې سره په ارګ کې

ولسمشر دوی ته ډاډ ورکړی، چې د فرخندې د قتل قضیه کې به ټول اړین ګامونه پورته کړي، خو د هغه په وینا، د حقیقت موندونکي کمیسیون ارزونو ثابته کړه، چې فرخنده یوه یوه معصومه او بې ګناه نجلۍ وه.

ولسمشر د فرخندې د وژنې له حقیقت موندونکي کمیسیون سره هم کتلي.

ورته مطالب