وردګو او غزني کې ترافیکي پېښو د ۱۳ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق

په غزني او بامیانو کې ددوو ترافیکي پېښو له امله دیارلس تنه مړه او اوه ویشت تنه هم ژوبل شول او د غزني د ولایتي شورا په غړې حمیده ګلستاني بیا په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د جلریز ولسوالۍ د اونۍ کوتل په سیمه کې د بامیانو د ولایت په لاره د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او یولس تنه نور هم ټپیان شول.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وايي، نن سهار وختي پنځه بجې له بامیانو کابل ته د تلونکویو فلانکوچ موټر د هغه په وینا د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړکه اوښتی چې پکې نهه تنه سورلۍ مړه دي.

په قربانیانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم دي او څلور نور هغه یې نارینه دي.

خوږیاڼی زیاتوي، په دې پېښه کې یوولس تنه نور هم ژوبل دي چې د ځینو هغو روغتیایي حالت یې هم د اندیښنې وړ دی.

هغه وايي ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دی.

بل خوا د غزني اړوند د کابل - کندهار په لویه لاره د عزیز کلا په سیمه کې د یوه فلانکوچ او تونس ډوله موټرونو د ټکر له امله څلور سورلۍ مړه او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي، سهار لس بجې مهال د غزني مرکز اړوند د عزیز کلا په سیمه کې د موټرو د ټکر له امله یاد کسان مړه او زخمیان شول.

د غزني د ملکي زوغتون ریس باز محمد همت هم تاییدوي چې روغتون ته یې څلور مړي او شپاړس ټپيیان راوړل شوي.

همت وايي، په ټپیانو کې دوه مېرمني او دوه ماشومان هم شامل دي.

همدا ډول، د غزني د والي ویاند ننګ ساپی وايي: نن سهار مهال د غزني د مهاجرینو په مېنه کې د ولایتي شورا په پخوانۍ غړي حمیدې ګلستاني وسله والو ډزې کړي چې له امله يې نوموړې ژوبله شوه.

برید کونکی چې په موټر سایکل سپور و، په تېښته بریالی شوی.

ورته مطالب