په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خوست والي په ده لگیدلي تورونه رد کړل

د خوست والي د ځينو وکيلانو لخوا داداري فساد په لړ کې په ده لگیدلي تورونه رد کړي او ادعا يې کړې ده چې د مظاهره کوونکو مشران خپله د خلکو دحقونو لاندې کولو کې ښکېل دي. والي عبدالجبارنعيمي بي بي سي سر خبرو کې د معترضو وکيلانو د ادعاوو په اړه زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره غږېدلى دى چې په پيل کې يې د خوست د ځينو وکيلانو دې تور ته غبرگون ښکاره کوي چې گوا کې د پنج شنبې په ورځ لاريون سره د شوي بريد پړه د والي په غاړه ده.