باميان: د ليليې نشتوالي له کبله د محصلينو لاريونونه

د انځور حقوق GETTY
Image caption لاريون کوونکي وايي که ستونزو ته يې پام ونشي په نه خوړلو به لاس پورې کړي

په افغانستان کې د نوي تعليمي کال له پیلېدو سره محصلین د اوسېدو ځای نشتوالي، د زده کړو له کمو امکاناتو او د بریښنا له نشتوالي سره مخ وي.

ډیری محصلین د اوسېدو ځای نه لري او په کرايي کورونو کې اوسېږي. په مرکزي ولایت بامیانو کې محصلينو د اعتراض په ترڅ کې د بامیانو پوهنتون دروازه وتړله.

لاریونکوونکي چې شمیر يې سلګونو تنو ته رسېده د ليليې او درسي خونو له نشتوالي سر ټکاوه.

هغوي ګواښ کړی که ستونزو ته يې پام و نه شي په نه خوړلو به لاس پورې کړي.

يو له دغو لاريون کوونکو بي بي سي ته وويل "د پوهنتون محصلين د ليليې، درسي خونو او برېښنا له نشتوالي سره مخ دي، دا هغه ستونزې دي چې دوی کړوي"

لاريون کوونکي وايي دوی به اعتراض په توګه د پوهنتون په انګړ کې خېمه ووهي.

په دغه ولایت کې نژدې ۶۰۰۰ محصلین په زده کړو بوخت دي. د چارواکو په وینا یوازې سل نجونې لیلیه لري، هغه هم له پوهنتون څخه څلور کیلو متره لیري.

دبامیانو د پوهنتون مرستیال عزیزالله یوسفي وايي: .

عزیز الله یوسفي وايي "دا د محصلینو حق دی، له دوی سره په کلونو ناروا شوې. دی وايي دا هم یوه ناروا ده چې د یوه کیلواټ برېښنا بیه پینځه څلویښت افغانۍ ټاکل شوې. او هغه کوټي چې له لویه سره په کې د ژوند اسانتیاووې نشته دوی ته په لوړه بیه په کرایه ورکول کیږي، په دې برخه کې محصلین په حق دي"

دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې تر دې دمه ددغه هېواد په پوهنتونو کې ۱۹۵۰۰۰محصلين په زده کړو بوخت دي، یوازې ۶۰۰۰۰ يي ليليه لري.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش وايي: د دغه وزارت ۵۵ سلنه بودیجه به په دې برخه کې ولګول شي.

عظیم نوربخش وايي دوی د پراختیایي موخو لپاره بشپړه بودیجه نه لري او وايي له دې سره د افغانستان د ټولو پوهنتونو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.