افضل لو‌دين د افغانستان دفاع وزارت ته نومول شوی

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر له خوا ډګر جنرال محمد افضل لودین د د فاع وزارت د نوماند وزیر په توګه معرفي شوی دی.

نوموړی وړاندې د ننګرهار د قول اردو قومندان پاتې شوی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند اجمل عابدي بي بي سي ته وویل، ښاغلی لودین ولسي جرګې ته معرفي شوی دی.

ښاغلي لودین د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال پوځي دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د افغاستان د پخواني ولسمشر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کې د هېواد د قوه قول اردو قومندان و او ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې پوځي عملیات مخته بېول.

هغه په وروستیو کلونو کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم پوځي دنده لرله.

ددفاع وزارت پوست د افغانستان کابینه کې له مهمو څوکیو ګڼل کېږي.

د افغانستان کابینه کې څلورویشت وزارتونه او دوه لوی ریاستونه دي، چې تر اوسه ۹ کاندید وزیرانو د ولسي جرګې د تایید رایې اخیستې او اوولس نور وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي، په پام کې ده، چې جنرال لودین ژر ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.

ارګ وايي، ارکان حرب ډګر جنرال د هېواد یو پوځي مسلکي شخصیت دی، چې کلونه یې د ملي دفاع وزارت په اډانه کې پر بېلابېلو څوکیو کار کړی دی.

نوموړي په وروستیو کې د ملي امنیت شورا ددفتر د پوځي سلاکار په توګه دنده مخته وړله.

+ د نویو افغان کاندید وزیرانو ژوندلیکونه

+ ولسي جرګې ته د کابینې ۱۶ نوماند وزیرن معرفي شول

د روان اپریل پر لومړۍ نېټه ولسي جرګې ته د کابینې شپاړس نوماند وزیران معرفي شول.

د افغانستان ولسي جرګه په راتلونکو ورځو کې د نویو وړاندیز شویو کاندید تحصیلي اسناد او د هویت د تثبیت چارې مخته وړي او بیا دغو کسانو ته د تایید یا رد رایې ورکوي.

په نویو کاندید وزیرانو کې څلور ښځې دي. له سید سعادت نادري پرته نور ټول نوي کاندید وزیران دي.

لاندې کسان دغو وزارتونو ته نومول شوي:

  • د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته- همایون رسا
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته- عبدالباري جهاني
  • د کرنې او مالدارۍ وزارت ته- اسدالله ضمیر
  • د سرحدونو او قبایلو وزارت ته- محمد ګلاب منګل
  • د عامه فوایدو وزارت ته- محمود بلیغ
  • د اقتصاد وزارت ته- عبدالستار مراد
  • د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته- محمد الله بتاش
  • د پوهنې وزارت ته- اسدالله حنیف بلخي
  • د ښارجوړونې چارو وزارت ته- سید سعادت منصور نادري
  • د عدليې وزارت ته- عبدالبصیر انور
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته- عبدالرزاق وحیدي
  • د ښځو د چارو وزارت ته- دلبر نظري
  • نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت ته- سلامت عظیمي
  • د لوړو زدکړو وزارت ته- فریده مومند
  • د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته- نسرین اوریاخېل
  • د اوبو او انرژۍ وزارت ته- علي احمد عثماني

نژدې دوه میاشتې وړاندې، ولسي جرګې د بهرنیو چارو، کورنیو چار، مالیې، کانونو، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، کډوالو چارو، حج او اوقافو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي مشر ته د باور رایې ورکړې.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي وحدت د حکومت له خوا، یوازې نهو کاندید وزیرانو ته د تایید رایې ورکړې.

ورته مطالب