د کابل کسبګرو د مالیې لوړېدو په اعتراض خپلې هټۍ تړلې

Image caption لاریونیانو خبرداری ورکړ، تر هغو به خپلو سوله ییزو لاریونونو ته دوام ورکړي، چې د مالیې ستونزې یې حل شوې نه وي

په کابل کې سلګونه کسبګرو خپلې هټۍ هوټلونه او کارځایونه د دې لپاره تړلي او په لاریون یې لاس پورې کړی چې حکومت پر دوې ټاکلې مالیه راټیته کړي.

زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې لیکي، نن په کابل کې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو د هټیو د تړلو په وجې وچه ډوډۍ هم پیدا نه کړه.

د کابل ښار د نوي ښار په پارک او پښتونستان واټ کې سلګونو کسبګرو د مالیې د لوړیدو پر وړاندې لاریون وکړ.

خو د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وایي چې مالیه د کسبګرو له استازو سره په همغږۍ لوړه شوې او قانوني بڼه لري.

په افغانستان کې یو شمیر کسان شته چې د مالیې په ورکولو کې یو ډول ناغیړي کوي او په وخت خپله مالیه نه ورکوي.

له بله پلوه د افغانستان په ډیرو هټیو او مغازو کې پیریدونکو ته بیل نه ورکول کیږي.

دا د مالیې وزارت لپاره ستونزمه خبره ده چې د هرې هټۍ میاشتینۍ ګټه معلومه کړي.

د مالیې وزارت ویاند وایي هغه هټۍ وال چې د نالوستۍ له وجې بل او د یادښت کتابچه نلري له بلې هټۍ سره پرتله کیږي او مالیه یې ټاکل کیږي .

ښاغلی جیلاني وایي اوسمهال د مالیې د ټاکنې ډل بندي پیل شوې او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به پلي شي چې مالیه ورکونکي د یو سیستم پر بنسټ مالیه ورکړي .

یو شمیر کسبګر شکایت کوي چې د مالیې ټولونکي ماموران له هټیوالو رشوت اخلي .

د مالیې وزیر دغه ستونزې مني. خو وایي مالیې وزرات له کسبګرو غواړي چې له دغو ستونزو سره یو ځای مبارزه وکړي .

په تیرو دیارلسو کلونو کې د پراختیایي بودیجې ترڅنګ د عادي بودیجې یوه پراخه برخه له بهرینو مرستو ورکول کیده .

خو اوسمهال د بهرنیو سرتیرو او مرستو په کمښت افغان حکومت په پام کې لري چې د عادي بودیجې د پوره کولو لپاره په کور دننه لاس ته راوڼې ډیرې کړي .

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د عادي بودیجې لپاره شاوخوا درې نیم میلیارده ډالر ځانګړي شوي او د افغانستان حکومت وړاند وینې دا ده چې دوه میلیارده دالر به یې به کور دننه پیدا کوي