د ملا محمد عمر ژوندلیک؛ که 'داعش' ته پیغام

Image caption د ملا محمد عمر مازې د ګوتو په شمېر انځورونه شته

د افغانستان وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر ژوندلیک خپور کړی. د هغه د ژوندلیک د طالبانو پر یوې وېبپاڼې خپور شوی او په څلورو ژبو "پښتو، فارسي، انګلیسي او اردو" یې رسنیو ته هم یوه کاپي استولې ده.

په ژوندلیک کې د ملا محمد عمر د زوکړې او د ماشومتوب دورې په اړه معلومات خپاره شوي.

ملا محمد عمر له څو کلونو راهیسې تری تم دی، نه یې کره انځور خپور شوی او نه یې هم چا ته څرک مالوم دی.

په دې ژوندلیک کې د ملا عمر د خوښې وسله "آر پي جي اووه" ښودل شوې او ویل شوي هغه ساده ژوند لري او په ژوند کې یو څه "شوخ طبیعته" هم دی.

په ژوندلیک کې ویل شوي، ملا محمد عمر هره ورځ د افغانستان او نړۍ پېښې تعقیبوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ملا محمد عمر د موندلو یا ځای ځایګي څرک لګولو پرسر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده. نوموړی په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له بریدونو او یرغل کولو وروسته تر نن پورې تری تم شوی دی.

څرګنده نه ده، چې طالبانو ولې د وري په شپاړسمه د ملا عمر د واکمنۍ د نولسم کال په پلمه د هغه ژوندلیک خپور کړی دی، خو ځینې شنونکي وايي، کېدای شي دا کار په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (مخکیني داعش) مخ پر زیاتېدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره یوه هڅه وي.

د انځور حقوق Getty

د ملا محمد عمر د خپرې شوې بیوګرافۍ پربنسټ، نوموړی په ۱۳۳۹ هجري لمریز (۱۹۶۰) کال د افغانستان په سوېل کې د کندهار خاکریز ولسوالۍ په "چاه هفت" کلي کې زیږېدلی.

په دې ژوندلیک کې ملا محمد عمر د "امیر المؤمنین" او "مجاهد" په نامه یاد شوی. ویل شوي چې هغه د پښتني هوتک قبیلې پر "تومزیو" پورې تړاو لري.

د ملا محمد عمر د پلار نوم مولوي غلام نبي "یو محترم عالم او ټولنیزه څېره" معرفي شوی، چې د ملا عمر له زیږېدا پنځه کاله وروسته مړ شوی. د پلار له مړینې وروسته، ملا عمر اروزګان ولایت ته له خپلې کورنۍ سره کډه شوی.

د ژوندلیک پر اساس، ملا عمر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، خپلې دینې زده کړې پرېښې او د سرو لښکرو پروړاندې د مبارزې لپاره له مجاهدینو سره یوځای شوی دی.

په دې ژوندلیک کې راغلي، نوموړي له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي د ځواکونو پرضد جنګېدلی، څلور ځلې ټپي شوی او په پای کې یې ښۍ سترګه له لاسه ورکړې ده.

ویل شوي ملا عمر په ۱۹۹۲ کال خپله وسله پرځمکه اېښې ده او د کندهار میوند ولسوالۍ ګیشانو کلیواله سیمه کې یې یوه دیني مدرسه جوړه کړې ده.

په ۱۹۹۴ کال هغه د افغانستان د طالبانو مشر شو. په ۱۹۹۶ کال د "امیر المؤمنین" لقب ورکړل شو.

طالبان وايي، د طالبانو لاسونو ته د کابل لوېدل او د "افغانستان د اسلامي امارت" تر اعلانېدو وروسته "د نړۍ کافرو قدرتونو ونه شوای کړای د شریعت قانون وزغمي"، همدا وو چې پر افغانستان یې پوځي یرغل وکړ.

د ملا عمر د شخصيیت په اړه ویل شوي، چې هغه یو آرام سړی دی، نه په غوسه کېږي او نه هم وېرېږي. له هېواده بهر کوم بانکي ګڼون (اکونټ) نه لري. خوش خلقه او شوخ طبعه انسان دی، خو هېڅکله له خپلو ملګرو ځان لوړ نه ګڼي.

طالبان وايي، پردې سربېره چې ملا عمر د "دښمن" له خوا تر ټینګې څارنې لاند دی، خو د هغه د ورځني ژوند فعالیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ځینې شنونکي داسې ګومان کوي چې ګني ملا محمد عمر د پاکستان پر پوله یوچېرې مېشت دی.

ورته مطالب