طالبانو بلخ کې پر څارنوالۍ ډله ییز برید کړی

د انځور حقوق epa

د افغانستان شمالي بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د څارنوالۍ پر ریاست ډله ییز برید شوی.

د مزار شریف ښار ملکي روغتون سرطبیب نور محمد فیض بي بي سي ته وویل، د برید له ځایه دوی ته لس مړي او ۶۳ ټپیان وروړل شوي دي.

فیض وايي، په ټپیانو کې ولسي وګړي، څارنوالان، پولیس او ماشومان هم دي.

خو د بلخ د امنیت امر عبد الرزاق قادري بي بي سي ته وویل، له درو ډېرو برید کوونکو پوځي جامې لرلې، د څارنوالۍ ودانۍ ته ننوتل چې تر اوسه له امنیتي ځواکونو سره نښته دوام لري.

ښاغلي قادري وویل، افغان امنیتي ځواکونو سیمه کلا بنده کړې ده او د څارنوالۍ ځینې کارکوونکي یې ژغورلي دي.

نوموړی وايي، په برید کې د شپږو ولسي وګړو په ګډون لږترلږه اته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي.

مزار شریف کې زموږ خبریال امیر بریال وايي، په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي او امنیتي ځواکونه د څارنوالۍ له ودانۍ راتاو شوي دي.

دی وايي، د څارنوالۍ ودانۍ د والي له دفتره شاوخوا ۲۰۰ متره لیرې پرته ده، چې اوس لوګی ترې پورته کېږي.

په سیمه کې ځینې حکومتي ودانۍ او د پولیسو دویمه حوزه هم ده.

د برید په سیمه کې یوه هټیوال د بي بي سي خبریال ته وویل، څلورو کسانو پوځي جامې غوستې وې چې په یوه موټر کې د څارنوالۍ ودانۍ په دروازه کې ودرول شول او بیا ودانۍ ته ننوتل.

د بلخ څارنوالۍ یوه کارکوونکي - چې په تېښته بریالی شوی - ویلي، وسله والو د څارنوالۍ کارکوونکي کلابند کړل، خو ددې خبرې په اړه کومې رسمي سرچینې څه نه دي ویلي.

د برید پړه وسله وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ددوی جنګیالیو د بلخ څارنوالۍ او استیناف محکمې په ریاست ځانمرګي بریدونه کړي، چې نوموړي د ځینو کسانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

بلخ د افغانستان په شمال کې نسبتاً خوندي ولایت دی، خو له لیرو سیمو یې د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.

ورته مطالب