''د دفاع وزارت تېلو تړون کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو درغلۍ دسیسه شوې وه''

د انځور حقوق
Image caption د دفاع وزارت د تیلو تړون ارزښت یو میلیارد ډالره وه، چې په دغه تړون کې د تیلو بیه له اصلي بیې نیږدې سل میلونه ډالره لوړه ښودل شوې وه.

هغه کمیسیون چې د افغانستان د دفاع وزارت د لوژستیکي تړونونو د څیړلو لپاره ټاکل شوی و وايي، تېر کال د دغه وزارت د تیلو په تړون کې د نژدې سل میلیونه ډالرو درغلیو کولو تکل شوی و.

د دغه کمیسیون موندنې ښيي هغه بنسټونه او کسان چې په دغو درغلیو کې ښکیل وو د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

هغه پلاوی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغان ولسمشر له خوا د دفاع وزارت د تیلو په تړونونو کې د فساد څیړلو لپاره ټاکل شوی و وايي، چې په دغو تړونونو کې ښکیلو دولتي ادارو او شرکتونو غوښتل له قانونه سرغړونه وکړي او فساد ته لاره هواره کړي.

د دفاع وزارت د تیلو تړون ارزښت یو میلیارد ډالره وه، چې په دغه تړون کې د تیلو بیه له اصلي بیې نیږدې سل میلیونه ډالره لوړه ښودل شوې وه.

د دغه پلاوي مشر حمیدالله فاروقي وایي، څیړنې ښیې چې د تړون لغوه کول د ولسمشر محمد اشرف غني پر ځای پریکړه ده.

نوموړی زیاته کړه، چې د دغه ګام په بورته کولو سره به د اوښتونکي زیان مخه ونیول شي. د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي و، چې د دفاع وزارت ټول لوژستیکي تړونونه باید ټاکلی پلاوی وڅیړي، چې دغه پلاوي په همدغه موده کې دولس تړونونه وارزول.

تر دې مهاله د تیلو دوه تړونونه څیړل شوي او پاتې نور به په راتلونکو دو میاشتو کې وارزول شي.

د انځور حقوق

ښاغلی فاروقي وايي، په دغو درغلیو کې د دفاع وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي، د مالیې وزارت تدارکاتي کمیسون، د حکومت د تړونونو د تسهیلاتو اداره او ځینې نورې ادرې ښکیلې او له پوښتنو سره مخامخ دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه میاشتې وړاندې د دفاع وزارت د تيلو ټول تړونونه لغوه کړل او د دغې برخې د چارواکو دندې يې تر کره ارزونې پورې وځنډولې او ممنوع الخروج يې اعلان کړل.

ورته مطالب