افغان دیني عالمان: په یمن کې سیاسي حل غواړو

د انځور حقوق Reuters

په کابل کې د علما د انسجام شوری د یمن په موضوع کې د سوله ییزې حل لارې غوښته وکړه دوی د افغان حکومت د هغه دریځ ننګه يې هم وکړه چې د سعودي له حکومته يې ملاتړ کړی.

سیدعبدالله نظامي په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي ددغې غونډې ډیر ګډونوال پخواني لوړ پوړي طالب چارواکي و ، په دې ډله کې د هغه مهال د امربالمعروف مشر مولوي قلم الدین په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت پخوانی استازی مولوي عبدالحکیم مجاهد او نور و . ښاغلی مجاهد د جګړې خلاف دریځ لري او په یمن کې د سوله ییز حل غوښتونکی دی ، هغه بي بي سي ته وویل : "دیمن په موضوع کې سیاسي حل ته ترجیح ورکو په اسلامي نړۍ کې باید یو ځل بیا هغه جګړې تکرار نه شي چې په کویټ او عراق کې رامنځ ته شوي و". خو بل لور ته بیا د یوې بلې جهادي ډلې اسلامي حزب سلګونه پلویانو په کابل کې له افغان حکومت او نړیوالو وغوښتل، چې د سولې پر وړاندې دې پلمې نه جوړوي او هر چیرې چې جګړه وي دپای هڅې دې وشي. د ګلبدن حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب یمن ته د جګړې لپاره د جنګیالو د استولو غږ هم کړی .

ورته مطالب