ننګرهار کې ځانمرګي برید ۴ ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق bbc

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان د ځانمرګي برید له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

روغتیایي چارواکو ویلي، ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

دغه پېښه د جمعې په ورځ (اپریل ۱۰) د جلال اباد هوايي ډګر ته نژدې شوې.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند ویلي برید دوی کړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال بي بي سي ته وویل، دوی ته ور وړل شوي مړه او ټپیان ولسي وګړي دي.

همدارنګه د تېرې چارشنبې په ورځ د ننګرهار د والي د مانۍ مخې ته یوه افغان پوځي پر بهرنیو سر تیرو ډزې کړې وې.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار نسبتا نا امنه ولایت دی.

بل خوا پرون د اپریل په ۹ مه د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې یوه ډله ځانمرګي برید ګر د څارنوالۍ وادنۍ ته وختل ۱۸ کسان یې ووژل او ۶۵ نور یې ټپیان کړل.

په افغانستان کې د طالبانو ډله د پسرلي په راتګ بریدونه ډېروي.

ورته مطالب