"بدخشان کې د افغان ملي پوځ ۱۸ سرتېري وژل شوي"

Image caption د بدخشان جرم چې یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، په کې پوځي عملیات هم له ستونزو ډک دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د حکومت د مخالفو وسله والو په برید کې ۳۳ وسله والو ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت سرچینې وايي دا مهال یې له سیمې مخالف وسله وال په شا تمبولي او دغلته یې د پېښې د پلټنې په موخه یو پلاوی استولی دی.

خو د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي په دغه برید کې د ملي پوځ ۱۸ سرتېري وژل شوي چې له اتو تنو یې سرونه هم پرې شوي دي.

زموږ همکار محمود کوچی په دې اړه له کابله په خپل رپوټ کې لیکي دغه پېښه له نن ټیک درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې شوې.

خو حکومتي چارواکي یې د درې ورځو ځنډ وروسته په پېښه کې د مرګژوبلې پخلی کوي.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري بي بي سي ته ومنله چې د دغه برید په ترڅ کې د ملي پوځ ۳۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې خو هغه دا نه وايي چې په دغه شمېر کې یې څومره وژل شوي او څومره ټپیان دي.

بله غاړه د بدخشان د ولایتي ادارې ویاند نوید فروتن وايي:

"د امنیتي ځواکونو ۱۸ تنه شهید شوي چې د اتو تنو یې سرونه هم پرې شوي، لس کسه ټپي دي او لس نور تري تم دي . اووه رېنجر موټرې او څلور ټانکونه ویجاړ شوي او ځيني یې طالبانو له ځانه سره وړي دي."

ښاغلی فروتن وايي یو شمېر وسلې هم په دغه برید کې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

نوموړي دغه راز وویل له برید وړاندې یې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو د ګواښونو په تړاو د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ویلي وو خو په خبره یې هغه مهال په دې برخه کې لازم ګامونه نه و پورته شوي.

کله چې له ښاغلي وزیري نه وپوښتل شول چې ولې پخپل وخت دغلته مرستندوی ځواکونه نه دي استول شوي او یا ناغېړي شوې، هغه وویل د همدغې ادعا د مالومولو لپاره یې سیمې ته پلاوی استولی چې په اړه پلټنه وکړي.

د بدخشان جرم چې یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، په کې پوځي عملیات هم له ستونزو ډک دي.

تېره ورځ د دغه ولایت مرستیال والي بي بي سي ته ویلی وو چې د دغو ډله ییزو بریدونو او چپاونو د مخنیوي لپاره دوی د هوايي ځواکونو مرستو ته اړمن دي.

خو د دفاع وزارت وايي د دغو بریدونو د کابو کولو لپاره دوی پوره، پوره چمتوالی لري او اوس یې هم له سیمې نه دغه وسله وال په شا کړي دي.

بل خوا د جرم د ولسوالۍ یو شمېر استوګن وايي لا هم په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي او د دوی په وینا دغلته جګړه لا هم روانه ده.

ورته مطالب