بامیانو ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی

Image caption سیمې ته د بامیانو ولایت له مرکزه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کومکي ځواکونه لېږل شوي دي.

د افغانستان په مرکزي بامیانو ولایت کې امنیتي سرچینې وايي د طالبانو یوې ډلې د شېبر په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د بامیانو د پولیسو مشر خدایار قدسي بي بي سي ته وویل طالبانو نن سهار (چارشنبه، اپریل ۱۴مه) شاوخوا نهه بجې له دریو خواوو پر دغې امنیتې پوستې برید وکړ.

د نوموړي په وینا تر اوسه (ځايي وخت له غرمې وروسته درې بجې) هم سخته جګړه روانه ده.

ښاغلی قدسي وايي په پېښه کې دوه پولیس زخمي شوي دي.

سیمې ته د بامیانو ولایت له مرکزه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کومکي ځواکونه لېږل شوي دي.

دغه پوسته بغلان ولایت ته نږدې موقعیت لري او ویل کېږي طالب اورپکو له بغلان ولایته پر دغه ولسوالۍ برید کړی دی.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د بامیانو ولایت د افغانستان په مرکز کې پروت دی چې یو له نسبتا ارامو ولایتونو ګڼل کېږي.

ورته مطالب