زابل: سږکال اوړی به د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډېر وي

د انځور حقوق AFP
Image caption د نورو کلونو په پرتله سږ کال د حکومت د وسله والو مخالفینو ګواښ جدي دی

د زابل والي محمد اشرف ناصري ویلي، چې ښايي سږکال اوړی د حکومت د وسله والو مخالفینو خوځښتونه ډېر وي نوموړی وايي، چې ددغه ولایت نا امنه سیمو ته ان عرب او پاکستاني اورپکي هم راروان دي او د اوړي د عملیاتو لپاره ځانونه چمتو کوي.

خو ښاغلي ناصري وویل، چې حکومتي امنیتي بنسټونه هم د مخالفینو پر وړاندې د پراخو وسله والو عملیاتو پلان لري.

مصطفی سالک په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي: له پخوا داسې راپورونه و، چې په زابل ولایت کې د افغان حکومت کورني او بهرني وسله وال مخالفین مخ پر ځواکمنیدا دي.

اوس د زابل والي محمد اشرف ناصري وايي، چې افغان طالبان، عرب جنګیالي، چیچینایان او ان د پاکستان د لشکر طیبه او لشکر جنګوي غړي هم په ګډه سره د اوړي عملیاتو ته تابیا نیسي.

ښاغلي ناصري وویل، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د حکومت د وسله والو مخالفینو ګواښ جدي دی.

خو ښاغلي ناصري وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه هم لاس تر زنې نه دي ناست او د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې یو لوی پوځي پلان لري، چې د زابل د ولسونو په مرسته به یې پلی کوي.

د زابل والي داسې مهال هلته د بهرنیو جنګیالیو د ځای پر ځای کیدو خبره کوي، چې له څه مودې راهیسې په یاد شوي ولایت کې د داعش د جنګیالیو د حضور پر اړه هم یو شمېر راپورونه خپاره شوي دي.

ان تر دې چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کندهار- کابل پر لویه لاره د زابل ولایت په بریدونو کې ددوو ګاډو ۳۱ تنه سپرلۍ په رڼا ورځ د وسله والو له خوا وتښتول شوې، چې تر دې مهاله نه دي ازاد شوي.

ورته مطالب