خوست ښاروال: عواید مو ۵۰ په سلو کې زیات شوي

د انځور حقوق b
Image caption په ښار کې په مثبتو بدلونونو کې د ښاریانو او ولس ونډه تر ټولو زیاته او د ستاینې وړ ده

د خوست ښاروالۍ چارواکي وايي، چې کارونه یې د تیر په پرتله ډیر ښه شوي، په ښاري نظم، اداره او عوایدو کې یې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی.

د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک وايي، چې د څار د زیاتوالي او د ډیر کار کولو په پایله کې یې عواید نږدې پنځوس په سلو کې زیات شوي دي.

خپلواک وايي:"په ۱۳۹۲ لمریز کې په شپږو میاشتو کې د خوست ښاروالۍ عواید ۲۸،۳۴۴،۰۰۰خو د ۱۳۹۳کال شپږو میاشتو کې زموږ عواید ۵۷،۳۰۴،۵۲۰ شوي دي، یعني ۲۸،۶۹۰،۴۰۶ افغانۍ زیاتوالی په شپږو میاشتو کې راغلی دی".

د ده په خبره عواید د تاجایي، د ځمکو ویش، د صفایی ټیکس، جریمې، د دوکانونو کرایې او داسې نورو سرچینو څخه دي.

ښاغلي خپلواک وویل، چې په ښار کې په مثبتو بدلونونو کې د ښاریانو او ولس ونډه تر ټولو زیاته او د ستاینې وړ ده.

د ده په خبره د دوکانونو او مارکیټونو خاوندانو په ښار کې د خپلو دوکانونو مخې ته ۱۳ زره متره مکعبه پیاده رو په اساسي جوړ کړل او شپږ زره متره مربع لښتي یې په اساسي ډول په خپل لګښت پاخه کړل.

نوموړي ادعا کوي، چې د خوست ښار تیاره و او له بل لورې په کې ویره وه او کیدای شوی، چې وسله وال مخالفین له تیارې نه په ګټې اخستنې ماینونه ځای پر ځای کړي او یا هم له دوکانو او سرایونو غلاوې وشي.

خو د مارکیټونو خاوندانو د خپلو مارکیټونو پر سر شمسي ( سولر ) ځای پرځای کړل، د سړکونو پرغاړه یې څراغونه ولګول او ښار یې روښانه کړ.

د ده په خبره په نږدې راتلونکي کې به د ښار اووه کیلو متره هغه سړکونه بیا ورغوي، چې د کلونو په تیریدو سره ویجاړ شوي او هغه پارکونه به د ګټې اخستنې لپاره خصوصي سکتور ته وسپاري، چې اوسمهال ترې هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي او رغونې ته اړتیا لري.

د انځور حقوق b
Image caption په خوست کې د ښاري تنظیم او خدماتو پر وړاندې لوی خنډ دا دی، چې اوسنی ښار کوچنی دی خو اوسیدونکي او کاروباریان په ې زیات دي

د بریاو سره سره د ښاروال کرامت خان خپلواک په خبره د صفایي د ټیکس له امله له تیرو دريو کلونو راهیسې د مارکیټونو خاوندانو د دوی نږدې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې باید راټولې یې کړي.

په خوست کې د ښاري تنظیم او خدماتو پر وړاندې لوی خنډ دا دی، چې اوسنی ښار کوچنی دی خو اوسیدونکي او کاروباریان په ې زیات دي.

د ښار د پراختیا پر وړاندې ډول ډول داسې ستونزې ولاړې دي، چې لیرې کول یې د کابل غوڅو ګامونو ته اړتیا لري ځکه، چې اوسنی ښار باید ښار ته په نږدې ځمکو کې پراخ شي او دغه ځمکې د دفاع وزارت اړوندې دي او یوازې کابل کولی شي چې ښاروالۍ ته یې وسپاري او ښار په کې پراخ شي.

ورته مطالب