د کارتون په ژبه نا ويل شوې يو عالم خبرې

په کابل کې د دریو ورځو په موخه د کارتوني(کاریکاتوري) انځورونو نندارتون پرانېستل شوی.

په لومړي ځل د دغه ډول سیاسي کارتوني نندارتون کې له سیاسي اختلاف رانيولې، آن پر اداري او مالي فساد بې دريغه نيوکې کړې.

ولسمشر غني او اجرائیه مشر عبدالله هم ترې نه دي خوندي، انځورونه ښيي، چې دواړه تر ځمکې لاندې لالهانده په وزیر پسې ګرځي، چې دايې هم د وروستیو هڅو پایله ښيي.

د کښل شويو آثار و ډیره برخه د هغه کارتون جوړونکي ده، چې له يوې سیمه ییز رسنۍ سره کارکوي.

د دغې سیمه ییز رسنۍ کارکوونکي عبدالرحمان حبیبي ۲۵ کاله کېږي، چې خلک په مالګين ظنز خندوي، خو دغې چارې بیا له ده خندا اخیستې ده.

ښاغلی حبیبي وايي:"موږ د انتقالي عدالت په نامه يوه پروژه لرله. په دې انتقالي عدالت کې طبعاً هغه ټول جنايتونه، بدمرغۍ او هغه کړنې، چې په اويايمه لسيزه کې په دې هېواد کې پېښې شوې، دې ته يې اړتيا وه، چې د کارتون په بڼه رسم شي. د دغو ټولو کارتونونه دلته شته".

د دغه درې ورځني نندارتون لومړۍ ورځ د خلکو لخوا په مینه ولمناځل شوه.

په اېښودل شويو اتيا اثاروکې د افغانستان د خلکو د وروستيو کلنو د ژوند په زړه پورې کیسې کښل شوې وې.

طنز ليکونکي په اشارې سره ځواکمنو ته کمزورې اداره، مالي فساد، ټکرونه، تضاد او ناهمغږۍ د طنز په مالګينه ژبه ور په ګوته کوي.

جلال نوراني یو طنز ليکونکی وايي:"دغه کارتونونه ټولنيزو ستونزو، فردي تېروتنو او يا نه لاسرسيو ته ګوته نيسي. له بلې خوا خپله نيوکه په داسې ډول وړاندې کوي، چې ظرافت ولري او طنز ترې جوړ شي".

يوه نيمه پیړۍ مخکې لومړی ځل و، چې په افغانستان کې کارتون خپور شو، هغه هم د پخواني واکمن امير شيرعلي خان و، چې له هنري پلوه يې هغه مهال ډیر خوښوونکي درلودل.

د یوې سیمه ییزیې رسنۍ مشره نجيبه ايوبي وايي:"په دې کارتونونو کې داسې څه راغلي، چې موږ په بل ډول نشوای ويلی، يا يې اطلاعاتو ته موږ لاسرسی نه درلود، يا يې په بيانولو کې له محدوديت سره مخ وو او يا يې د بيانولو لپاره له موږ سره سند نه و، خو په دې پوهېدو، چې د دې ټولنې يو تريخ واقعيت دی".

د کارتون جوړونکو له ليندۍ وتلی غشی پر حکومت، ناټو، وسلوالو طالبانو او مجاهدينولګېدلی، دغو ټولو د اعتراض په ډول غږونه پورته کړي، خو د کارتون جوړونکو دغه چاره بې دمې مخته روانه ده.

ورته مطالب