افغان دولت: د لویې جرګې تالار کې به یوازې ملي ورځې لمانځل کېږي

د انځور حقوق loya jirga

د افغانستان دولت پریکړه کړې، چې د پولیتخنیک پوهنتون په انګړ کې د لویې جرګې له تالاره به یوازې په ملي ورځو کې کار اخستل کیږي.

دا پریکړه په داسې وخت کې کېږي، چې په دا وروستیو کې د دغه پوهنتون استادانو درسي اعتصاب کړی و او اعتراض یې درلوده چې په لویې جرګې خيمې کې هر ځلې د دولتي مراسمو له امله د دوی درسي پروګرام له ګډوډۍ سره مخ کېږي.

د پولیتخنیک پوهنتون د استادانو له اعتصابه څلور ورځې وروسته وزیرانو شورا پریکړه وکړه، چې د ملي ورځو له لمانځلو پرته به نور مراسم د لویې جرګې په تالار کې نه ترسره کېږي.

د ملي شورا د پریکړې پر بنسټ د دغه پوهنتون په لاره، چې کوم سړک دوه سوه بستریز روغتون ته ورغلی وتړل شي او د دغه پوهنتون جمنازیوم چې اوس مهال د سترې محکمې په واک کې دی بیرته دغه پوهنتون ته وسپارل شي.

د لویې جرګې تالار، چې پخوا یوازې یوه ستره خیمه وه، خو د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د بیړنۍ جرګې لپاره جوړ شو.

له هغه وخته تر دې دمه دغه تالار د لسګونو سیاسي مراسمو کوربه و، ډیر وخت دولت د غونډو د امنیت لپاره د پوهنتون محصلينو ته رخصت ورکاوه، چې په دغه کار سره د محصلینو درسي پروګرام له ستونزو سره مخ کېدل.

د پولیتخنیک پوهنتون پراخه ځمکه لري، کلونه وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم دغلته غونډې شوې وې.

په ۱۹۸۵ کال کې د کورني او بهرني سیاست په ملاتړ دغلته یوه جرګه بلل شوې وه.

او د ۱۹۸۷ کال د نوامبر په میاشت کې په دغې جرګه کې شپږم اساسي قانون تصویب شو او ډاکټر نجیب الله د ولسمشر په توګه له همدغه ځایه وټاکل شو .

ورته مطالب