ننګرهار عامه روغتیا: د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ کسانو ته لوړ شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې چاودنې څو شیبې مخکې د ننکرهار ښار په ختیځ کې یوه بله چاودنه په یوه زیارت کې شوې وه

د افغانستان ختیڅ ننګرهار ولایت پروني (اپریل ۱۸) ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ کسانو ته لوړی شوی.

دغه ځانمرګی برید جلال اباد ښار کې د کابل بانک مخې ته هغه مهال شوی، چې خلک خپلو معاشونو پسې بانک ته تللي و.

د ننګرهار د عامې روغتیا مشر ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، چې له پرونه راهیسې تر دې دمه د ۳۳ وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی او هغه ټپیان، چې صحي وضعیت یې ډېر خرابه و کابل ته لېګد ول شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره په تیلیفوني تماس کې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي ، چې د اسلامي دولت په نامه ډلې دجلال اباد ښار د وروستي ځانمرګي برید پړه په غاړه اخیستې.

ښاغلي غني بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ځانمرګي برید په اړه ویلي:"د ننګرهار په وحشیانه پېښه کې چا د مسولیت غږ پورته کړ؟ طالبانو دغه مسولیت و نه مانه، داعش دغه مسولیت په غاړه واخیست".

د فرانسې خبري اژانس هم په خپل رپوټ کې ويلي، چې د داعش د ویاند په نامه یوه کس په تیلفیوني تماس کې د جلال اباد د پېښې پړه په غاړه اخیستې.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د داعش شتون تاييد کړ او ویې ویل، چې افغانستان د دغې ډلې سره د مبارزه لپاره پروګرامونه په پام کې لري.

د جلال اباد د دغې پېښې قربانیان زیاتره دولتي مامورین دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه ځانمرګی برید جلال اباد ښار کې د کابل بانک مخې ته هغه مهال شوی، چې خلک خپلو معاشونو پسې بانک ته تللي و

له دې چاودنې څو شیبې مخکې د ننکرهار ښار په ختیځ کې یوه بله چاودنه په یوه زیارت کې شوې وه.

په دې چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې، خو د شاهد الله شاهد په نامه یو تن چې ځان د اسلامي دولت رسمي ویاند بولي د دغې پيښې پړه په غاړه اخیستې او وايي، چې زیارتونو ته د خلکو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې دغه چاودنه کړې.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې دې پېښو ته ورته له دریمې پېښې څخه یې مخنیوی کړی، د جلال اباد ښار په یوه بله څنډه کې ځای په ځای شوی ماین له چاودنې مخکې له منځه وړی.

ورته مطالب