مشرانو جرګې افغان چارواکي د پوښتنو لپاره ورغوښتي

Image caption د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي او يو شمېر پوځي چارواکي مشرانو جرګې د پوښتنو لپاره ورغوښتي وو

د جلال اباد پر ښار د پروني برید وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور او شته والي پر سر تاوده بحثونه پورته شوي دي.

په دغه برید کې چې ۳۵ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي، پړه يې د داعش ډلې پرغاړه اخیستې ده.

له دغې پېښې سره سم مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر او یو شمېر پوځي چارواکي په همدې تړاو د پوښتنو لپاره وروبللي و.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یونما وايي، په دغه هېواد کې باید د داعش پر حضور هر اړخیزه پلټنه وشي.

د افغانستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت او د لوی درستیز مرستیالان د امنیتي ترینګلې وضعې او په دغه هیواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو او خوځښتونو په تړاو وربللي وو.

د مشرانو جرګې د ځینو غړو پوښتنې تر ډیره د جلال اباد ښار پر وروستي ځانمرګي برید او په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور راټولې وې.

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د سناتورانو هغو اندېښنو ته ځواب ورکړی، چې ویل یې نن سبا د داعش ورانوونکي فعالیتونه ډیر شوي او سیمه ییز استخباراتي ادارې یې تر شا ولاړې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جلال اباد ښار په بريد کې ۳۵ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زيات ټپيان شول

ښاغلی علومي وايي: "دلته سپین بیرغونه راښکته شوي او پر ځای یې تور پورته شوي، یوه ورځ یې را ته د طالب په نامه رالیږي، بله ورځ یې د القاعده په نامه، خو نن یې د داعش په نامه راستولي دي، دوی یې له بهره نه دي راوستي همدغه خلک دي چې انسانان وژني ویرې او ترهې خوروي"

ښاغلي علومي زياته کړه "کله چې دولت له یوې ډلې سره غواړی سوله وکړي ، نو ځای بدل کړي او د خپل راتلونکي لپاره یو بدیل ځای پیدا کوي ، هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې سوله ټینګه نه شي"

د افغان امنیتي چارواکو د دغو څرګندونو سره سره داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره هم یو لړ شکونه او اندیښنې شته په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه هیواد د داعش د حضور او شتون په تړاو باید سمه پلټنه وشي.

هایسم زیاته کړه "د پروني برید او دلته د ویرې او ترهې د خورولو او یا هم په افغانستان کې د داعش د حضور په تړاو اړتیا ده چې وپوهیږو په ریښتیا هم د دغو بریدونو تر شا د داعش لاس دی که نه؟

د انځور حقوق .

ښاغلی هايسم وايي "سره له دې چې پوهیږو دغې ډلې د تیرې ورځې د برید پړه منلې، خو باید زموږ پلټنې جدي وي او په دې وپوهیږو چې په افغانستان کې هغوی کومو موخو ته رسېدل غواړي"

دی وايي "په دې برخه کې بېلابېل نظرونه شته چې داعش څنګه په افغانستان کې رامنځ ته شو او په ریښتیا هم دا د داعش ډله ده او که له نورو ډلو جلا شویو کسانو ځان ته دغه نوم غوره کړی، له همدې امله اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي پلټنې وشي"

د کورنیو چارو د وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دغه څرګندونې ښايي د ډیرو خلکو لپاره نوې اندیښنې راوټوکوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړي څوک دي او دغه ډلې څنګه سر راپورته کړی؟