افغان ولسمشر له ايراني چارواکو سره وکتل

د انځور حقوق bbc
Image caption افغان ولسمشر اشرف غي د ايران له ولسمشر او ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وليدل

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني تهران ته رسیدلی له هغه سره د خپلې کابینې ځینې غړي، د اجرایه ريیس دویم مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي ملګرتیا کوي.

واک ته له رسېدو وروسته څو ځله ښاغلي غني ایران ته د تلو هوډ کړی و خو بیا ځنډیدلی، افغان ولسمشر ته په مهراباد هوايي ډګر کې ایراني چارواکو تود هرکلی وکړ.

د تهران او کابل ولسمشران به د سیمې او دواړو هېوادونو په سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو واکمنۍ له پرځېدو وروسته په تېره یوه نیمه لسیزه کې د کابل او تهران اړیکې خوږې پاتې شوي، ان د لوېدیځ اوایران ترمنځ ناندریو هم د دواړو هېوادونو د چارواکو په راشه درشه کومه اغیزه نه ده کړې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې تربل هر وخت دغه اړیکې ټینګې او پالل شوي.

کله چې محمد اشرف غني واک ته رسیدلی د ډېرو ګومان دادی چې ګواکې له سعودي عربستان او پاکستان سره ملګرتیا ته لومړیتوب ورکوی، په دې باور چې امنیتي او اقتصادي ګټې يي په کې نغښتې دي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جواد سلطاني وايي "ایران نه غواړي د افغانستان په اړه څنډې ته پاتې شي".

په همدې ورځو کې د داوړو هېوادونو د مشرانو خبرې ایران کې د افغان کډوالو پر سر وې چې د حل لار ورته ولټول شي.

د ايران ولسمشر ښاغلی روحاني وايي ايران او افغانستان غواړي په امنيتي، اقتصادي او تجارتي برخو کې له يو بل سره همکاري وکړي.

ده وويل "د ټولو افغان کډوالو چې په ايران کې مېشت دي نوم ليکنه وشي او هغه کسان چې د کار لپاره راځي تر قانون لاندې وي"

د ايران د ولسمشرۍ وېبپاڼې په وينا د مخدره موادو پر ضد امنيتي او او اطلاعاتي همکاري پر سر ټينګار وشو او دواړو هېوادونو په دې تړاو له يو بل سره د همکاريو ژمنه وکړه.

د ايران او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون په اړه د سيمې د چارو شننونکی علي کريمي وايي

"ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو سفرونو لومړنۍ موخې پر اقتصادي ګټو پورې تړلې یادوي، له ایران سره هم سوداګریزو راکړو ورکړو ته ليواله دی، تهران هم په دې هڅه کې دی چې افغانستان د سوداګرۍ پرمټ خپل اقتصادي لار وساتي، خو افغان حکومت غواړي د ګاونډیو هيوادنو په ځانګړې ډول د ایران او پاکستان د تولیداتو په سیالۍ کې خپل جوړ توکي زیانمن نه کړي