افغان ولسمشر: د وریښمو د لارې د جوړیدو چارې به ژر پیل شي

د انځور حقوق arg
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بدخشان خلکو ته وویل، کیدای شي چې د وریښو لارې جوړیدل د بدخشان نا امنۍ ته پای ټکی کېږدي

افغان ولسمشر په بدخشان کې اعلان وکړ، چې د وریښمو د لارې د جوړیدو چارې به ژر پیل شي.

محمد اشرف غني، چې د خپل حکومت د وسلوالو مخالفانو تر ګڼ وژونکي برید وروسته بدخشان ته تللی و، ویل یې چین چمتو دی، چې دا لاره جوړه کړي او په وینا یې نژدې وخت کې به یو چینايي پلاوی هم ددې پروژې د پلي کیدا په موخه افغانستان ته ورشي.

مصطفی سالک خپل رپوټ کې کاږي: یو شمېر څارونکي باور لري، چې ګواکې وسلوال طالبان د بدخشان او منځنۍ اسیا تر منځ د قاچاقو د پټ لیږد د لارو د ولکې لرلو په موخه د یاد شوي ولایت یو شمېر ولسوالۍ نا امنه ساتل غواړي خو یو شمېر نور یې بیا بل لامل په ګوته کوي، چې هغه د وسلوالو مخالفانو له خوا د افغانستان – چین د وریښمو لارې د پروژې ګډوډول په ګوته کېږي.

څارونکي وايي، چې د کران، منجان، جرم او وردوج ولسوالیو نا امنه کیدل د زیباک او واخان سیمې هم تر اغیز لاندې راوستی شي، هلته افغانستان د پاکستان او تاجکستان د ولکې تر منځ له چین سره تړل کیدونکی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بدخشان خلکو ته وویل، کیدای شي چې د وریښو لارې جوړیدل د بدخشان نا امنۍ ته پای ټکی کېږدي.

ښاغلي غني وویل:"د وریښمو لاره تر کار لاندې ده، چینايي پلاوی په همدې اونۍ کې راځي دا د افغان ملت یو ارمان دی، چې پوره به شي په دې سره به وتوانیږو، چې له هراته تر واخانه نیغه لاره ولرو".

Image caption محمد اشرف غني، چې د خپل حکومت د وسلوالو مخالفانو تر ګڼ وژونکي برید وروسته بدخشان ته تللی و، ویل یې چین چمتو دی، چې د وریښمو لاره جوړه کړي

افغانستان په واخان کې له چین سره ۸۵ کیلو متره ګډه پوله لري په پام کې ده، چې د وریښمو لاره له همدې سیمې تېره شي.

افغان چارواکي وايي، چې چین ددغه لرغونې لارې له بیا جوړیدو سره لیواتیا لري.

کارپوهان وايي، چې دا لاره به د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او چین تر منځ هم ځمکنی تړون پیدا کړي، چې په وینا یې سربیره پر چین او افغانستان به د سیمې پر اقتصاد هم ګټور اغیز وکړي.

ورته مطالب