له اوږده ځنډ وروسته افغان کابينه نژدې بشپړه شوې

د انځور حقوق ARG
Image caption داسې انګیرل کېږي، چې د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر په نږدې ورځو کې ولسې جرګې ته معرفي شي

افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې پر ورځ (د اپرېل پر ۲۱ مه) له ۱۶ نويو وزيرانو د لوړې په اخيستو د "ملی يووالي" خپل حکومت نژدې بشپړ کړی دی.

دغه ټول وزيران چې په کابل کې يې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره شول، په کابينه کې نوې څېرې، او د لومړي ځل لپاره یې څلور ښځې دي.

دغو ۱۶ وزیرانو چې په دا وروستیو کې ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي وو د شنبې پر ورځ یې د باور رایې تر لاسه کړې.

د دغو وزيرانو څلور مېرمنې يې، دلبر نظري د ښځو د چارو وزیره، فریده مومند د لوړو زده کړو وزیره، نسرین اوریاخیل د کار او ټولنیزو چارو وزیره او سلامت عظیمي د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وزیره ده.

همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، اسد الله ضمیر د کرنې او مالدارۍ وزیر، محمد ګلاب منګل د قبایلو او سرحداتو وزیر، محمود بلیغ د عامې روغتیا وزیر، عبدالستار مراد د اقتصاد وزیر، محمد الله بتاش د ترانسپورت وزیر او اسد الله حنیف بلخي د پوهنې وزیر په توګه یې نن خپل کارونه پیل کړل.

همدارنګه سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې وزیر، عبدالبصیر انور د عدلیې وزیر، عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر اوعلی احمد عثماني د اوبو اوبرېښنا وزیر په توګه وپېژندل شول.

د انځور حقوق ARG
Image caption دغو ۱۶ وزیرانو چې په دا وروستیو کې ولسي جرګې ته ور معرفي شوي وو د تېرې شبنې (اپریل ۱۸) په ورځ یې د باور رایې تر لاسه کړې

دا ۱۶ وزیران په دویم دور کې د ملي يووالي د حکومت له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژاندل شول، لومړي دور کې ۱۹ وزیران ولسي جرګې ته ور معرفي شوي وو چې یوازې ۹ تنو یې د باور رایې تر لاسه کړې.

د ملي یووالي حکومت پر جوړولو له موافقې ۷ میاشتې تېرېږي خو لا تر اوسه یې کابینه بشپړه شوې نه ده او د دفاع وزارت ته یې لا څوک نه دي نومولي.

داسې انګېرل کېږي، چې د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر په نژدې ورځو کې ولسې جرګې ته وروپېژندل شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغان حکومت ۱۶ وزیرانو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه

ورته مطالب