پکتیا کې ۱۹ تښتول شوي ماین پاکان خوشي شوي

د انځور حقوق AFP

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د سټارلېنګ په نامه د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي ۱۹ تنه کارکوونکي خوشي شوي دي.

دغه ۱۹ تنه ماين پاکان دوه ورځې مخکې (اپرېل پر ۱۹ مه) د ګردېز بنوزيو کې د خپل کار له ځايه تښتول شوي وو.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، تښتول شوي کسان پرته له کومې معاملې د قومي مشرانو په منځګړيتوب نن ماسپښين (د اپرېل ۲۱ مه) خوشې شوي دي.

تر اوسه د دغو تښتونکې ډلې د پېژندنې په اړه چا څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې به د دا ډول تښتونې مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيست.

سټارلېنګ شرکت په دې ورستيو کلونو کې په کار پيل کړی او له دې وړاندې د همدې ادارې ځيني کار کونکي په هلمند او نورو ځايونو کې وژل شوي دي.

له دې وړاندې هم د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې شوې، چې ماين پاکان له تښتول کېدو وروسته بېرته خوشي شوي دي.

خو سږ کال په پکتیا کې دا لومړۍ پېښه ده، چې زيات شمېر ماين پاکان په کې د وسلوالو له خوا تښتول کېږي.

سټارلينګ په افغانستان کې د ماين پاکۍ په ادارو کې نوی نوم دی، چې له شاو خوا يو کال راهيسې يې په یاده برخه کې فعاليت پیل کړی دی.

ورته مطالب