'د کابینې جوړښت کې پر ګوندپالنې اندېښنې ډېرې شوې'

Image caption ولسمشر اشرف غني له تېرو اوو میاشتو راهیسې ټینګار کوي چې د دولت او کابینې جوړښت کې به سمتي او قومي اړخونه له پامه وغورځوي او کار وړتیا لرونکو کسانو ته وسپاري.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د ملي یووالي حکومت کابینه په بشپړېدو ده، خو هغه اندېښنې په ډېرېدو دي، چې د حکومت مشرانو د کابینې او نورو حکومتي ادارو په جوړښت کې ګوندي او سمتي عمل کړی دی.

د کابینې جوړښت د سیاسي اختلافونو او د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر د اختلاف له کبله تر نژدې اوو میاشتو وځنډول شو.

مدني او سیاسي فعالان له حکومته غواړي چې د دولتي ادارې په جوړښت کې د بې پرې والي او وړتیا معیار په پام کې ونیسي، مسلکي او په کار پوه کسان وګوماري.

د افغانستان د نوې کابینې لویې برخې تېره ورځ د لومړې مراسم ترسره کړل، خو لاهم د دفاع د نوي وزیر برخلیک مالوم نه دی.

ځینې سیاسي او ټولنیز فعالان د کابینې جوړښت او د مرستیالانو او والیانو په ګومارلو کې سختې نیوکې کوي، چې په وینا یې حکومت یې په ګومارلو کې تر ډېره سیاسي عمل کړی، خو وړتیا او مسلکيتوب یې پام کې نه دی نیولی.

"د سمون خوځښت" په نامه یوه مدني بنسټ په کابل کې له خبریالانو سره خپله اندېښنه شریکه کړه.

ولسمشر اشرف غني له تېرو اوو میاشتو راهیسې ټینګار کوي چې د دولت او کابینې جوړښت کې به سمتي او قومي اړخونه له پامه وغورځوي او کار وړتیا لرونکو کسانو ته وسپاري.

نوموړي د کابینې د ځنډېدو لامل هم د کسانو په ټاکلو کې دقت په ګوته کړ.

خو څارونکي وايي، ولسمشر د وزیرانو، والیانو او آن د منځنۍ کچې حکومتي کارکوونکو په ګومارلو کې پوره واک نه لري.

په هرات کې د مدني ټولنې د همغږۍ د شبکې مشر خلیل پارسا وايي، د کابینې پر سر د تېرو څو میاشتو سیاسي اړدوړ له کبله د ملي یووالي حکومت لاهم د قومي او ګوندي تعصب له ستونزې نه دی ژغول شوی.

د انځور حقوق Arg
Image caption د افغانستان د نوې کابینې لویې برخې تېره ورځ د لومړې مراسم ترسره کړل، خو لاهم د دفاع د نوي وزیر برخلیک مالوم نه دی.

ډېر کله داسې شوي، چې د یوه وزیر یا یوه جګپوړي دولتي کارکوونکي په ګوښه کېدو سره د هغه د اړوندې ادارې لسګونو دلوتي کارکوونکو هم دندې له لاسه ورکړې دي، او د نوي چارواکي په راتګ سره نوي کسان ګومارل شوي، چې همدا د ګڼو اوسنیو برحاله دولتي کارکوونکو د اندېښنې وړ خبره ده.

ورته مطالب