د سوریې جګړه کې د ایراني جنګیالیو ترڅنګ افغان او پاکستاني شیعه ګان

د انځور حقوق rajanews
Image caption رجا نیوز وېبپاڼې د سپاه پاسداران د قدس ډلې له مشر قاسم سلیماني سره د عليرضا توسلي انځور خپور کړی. دغې وېبپاڼې د ټولو کسانو مخونه پټ کړي دي

ځینو ایراني رسنیو رپوټونه خپاره کړي، چې ایران د افغان او پاکستاني شیعه ګانو له ډلو د "فاطمیه" او "زینبیه" په نومونو ډلې جوړې کړې، چې سوریه کې د بشار الاسد د دولت د دفاع لپاره وجنګېږي.

په تېرو دوو کلونو کې، یوشمېر افغان او پاکستاني شیعه ګان په سوریه کې ووژل شول او د مشهد، تهران او قم په څېر د ایران په ځینو ښارونو کې خاورو ته وسپارل شول.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په سوریه کې ډېری وژل شوي افغانان په ایران کې اوسېدلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګر ملتونو عالي کمیشنري وايي، په ایران کې له ۱ میلیون ډېر افغان کډوال اوسېږي، چې ځینو له څه باندې درو لسیزو راهیسې هلته اوسېدل غوره کړي دي.

خو په ایران کې اوسېدونکي هغه افغانان چې په سوریه او عراق کې جنګېدلي دي، ایران کې کډوال افغانان نه ګڼل کېږي.

"فاطمیون"

د "فاطمیون" تشکیل په ایران کې د هغو شیعه افغانانو له ډلې جوړ شوی، چې سوریه کې جنګېږي. د ایران د اسلامي انقلاب نژدې رسنیو هغو بهرنیو شیعه ګانو ته د "حرم د مدافعینو" نوم ورکوي، چې د سوریې او عراق د حکومتونو په ملاتړ جنګېږي.

په ایران کې د علیرضا توسلي په نامه یو افغان کډوال چې په "ابو حامد" هم شهرت لري، د فاطمینون د تشکیل بنسټګر و. توسلي له پخواني شوروي سره په جګړه او همدارنګه د ایران او عراق ترمنځ په اته کلنه جګړه کې ګډون کړی دی. د رپوټونو له مخې، علیرضا توسلي د تېر هجري لمریز کال د ژمي په لومړیو کې ووژل شو.

د ایران بنسټپالې رسنۍ وايي، توسلي د ایران د "سپاه پاسداران" (قدس) د قومندان قاسم سلیماني د باور او نژدې سړی و. د فارس په څېر ځینو محافظه کارو وېبسایټونو د قاسم سلیماني ترڅنګ د ابو حامد یو ګډ انځور خپور کړی دی.

دغه ۵۳ کلن افغان قومندان په مشهد کې اوسېده او په قم کې له المصطفی پوهنتون فارغ شوی و.

د "سپاه پاسداران" یوې نژدې وېبپاڼې لیکلي، د فطمیون د تشکیل قومندان ابو حامد او د هغه شپږ نور هم مسلکه پوځي کسان په سوریه کې له یوې میاشتنۍ جګړې وروسته ووژل شول.

د "مشرق نیوز" په نامه وېبپاڼې د علیرضا توسلي په ستایلو کې لیکلي: "شهید علیرضا توسلي چې د فاطمیه تشکیل مشر و، د ابو حامد لقب ترلاسه کړ، چې د حرم د افغان مدافعینو لومړنی ځانګړی تشکیل یې جوړ کړ، او د سوریې په جګړه کې یو بانفوذه قومندان و". د "رجا نیوز" په نامه وېبپاڼې لیکلي: "د فبرورۍ پر ۲۸مه، له النصرت جبهې سره په جګړه کې دغه قومندان له رضا بخشي، چې په فاتح مشهور و، درعا کې ووژل شو".

۲۰ کلن رضا اسماعیلي مشهد کې یو محصل و. نوموړی له هغو لومړنیو افغانانو و، چې سوریه کې یې سرغوڅ کړای شو. هغه د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د ایران مشهد کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د "بې سره" مړي انځورونه په سخت دریځو شیعه ایراني خواله رسنیو لاس په لاس شول.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ په لومړیو کې، ایراني رسنیو په سوریه کې د فاطمیون تشکیل د عملیاتو په اړه د "معلم" په نامه یو ۲۳ دقیقه ییز مستند فلم نندارې ته وړاندې کړ. په دې فلم کې ډلمشر مهدي صابري د فاطمیون تشکیل له ځانګړو ځواکونو سره یوځای په سوریه کې د افغان جنګیالیو په بڼه لوبېدلی دی. د مارچ پر لسمه ایراني رسنیو په سوریه کې د مهدي صابري د وژل کېدو خبر خپور کړی.

د بسیج یوې نژدې وېبپاڼې ادعا کړې، چې د فاطمیون تشکیل غړي په زړورتیا مشهور دي او د لبنان د حزب الله او عراقي او پاکستاني شیعه ګانو ترڅنګ جنګېږي. خو د "مشرق نیوز" د راپور له مخې، د فاطمیه تشکیل له قومندان او مرستیال پرته، د ۲۰۱۴ مارچ او د ۲۰۱۵ ترمنځ ددغه تشکیل نور غړي هم وژل شوي دي.

"زینبیون"

ځینو ایراني رسنیو د "زینبیون" په نامه د یوه بل تشکیل خبر ورکړی، د ځانګړو ایراني شیعه ګانو تشکیل دی، او هدف یې په سوریه کې د بشار الاسد د دولت په دفاع کې جګړه کول دي.

دغه تشکیل ته وروسته تر هغه پام واوښت، چې په سوریه کې یې د اوو وژل شویو غړو مړي ایران ته یووړل شول او د روان کال په لومړیو کې په قم ښار کې خاورو ته وسپارل شول.

په وژل شویو کې د جمیل حسین په نامه یو کس هم و. نوموړی او نور ملګري یې معمولاً د پاکستان پاړا چینار اوسېدونکي وو.

د مشرق نیوز د راپور له مخې، ایراني رسنیو د جمیل حسین په اړه ډېر جزییات په ډاګه نه کړل، خو ویل کېږي چې هغه پاړا چینار کې د طالبانو پرضد جګړه کې برخه اخیستې ده.

افغان جنګیالیو ته پیسې او د اوسېدو اجازه ورکول کېږي. د ایران له خوا سوریې ته یوه استول شوي افغان جنګیالي، چې د بشار الاسد یوې مخالفې ډلې له لوري نیول شوی، ویلي سوریې ته د میاشتې په ۶۰۰ ډالرو د جګړې لپاره استول شوی. د نوموړي د څرګندونو یوه وېډیو هم په سوریه او عراق کې د جګړې په اړه د فیسبوک پر یوه ځانګړې پاڼه خپره شوې ده.

ځینو بهرنیو سرچینو هم ویلي، ایران د میاشتینیو تنخاوو او ایران کې د اوسېدو په مقابل کې افغان کډوال د سوریې جګړې ته استوي.

د روان ۲۰۱۵ کال مارچ میاشت کې، ځینو عربي سرچینو خبر ورکړ، چې افغان جنګیالي د ایران په ملاتړ په سوریه کې جنګېږي او د ۲۰۱۲ کال وروستیو کې د فاطمیون تشکیل د لومړي ځل لپاره د اسد د رژیم د ډېرو وژنو له برملا کېدا وروسته په سوریه کې ددغه تشکیل حضور بربنډ شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې وویل، سوریه کې ایران مېشتي افغان کډوال د خپلو شخصي اندونو او عقیدې له مخې جنګېږي، خو په دې اړه یې د ایران له لوري د هر ډول اجباري جنګېدو خبره رد کړه.

ورته مطالب