افغانستان زر میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

Image caption افغانستان د زرو میګاواټو بریښنا ۵۶۰ کیلو واټه له ګاونډیو هیوادونو اخیستې او ۳۴۰ په هېواد کې د ننه تولیدیږي.

افغانستان د کورونو د رڼا کولو او د اقتصادي فعالیتونو د غوړېدو لپاره زر میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. دا راز اټکل کېږي چې دغه هېواد هر کال ۱،۸ ټنه سونتوکي باید ولري.

د سونتوکو د لوړې بیې او د برېښنا نشتوالي له اړخه اندېښنې له ډېرو افغانانو سره دي، څو اونۍ وړاندې پلازمېنه کابل د پنځوسو ورځو لپاره یو تیاره ښار و، داسې چې د سالنګ په واورینو غرونو کې د برېښنا ستنې چپه شوې وې او هغه مزي پرې و چې کابل ته له تاجکستان او ازبکستانه برېښنا لېږدوي.

دې پیښې نه یوازې د کابلیانو له خونو رڼا وړې وه، بلکې له اقتصادي پلوه هم ځکه لوی ګوزار و چې ډېرې فابریکې په نه برېښنا کې ټکنۍ وې.

په همدغه تېر کال کې افغانانو یو کیلو ګاز له سلو افغانیو پورته پېرل.

نو اوس پوښتنه دا ده چې دا هېواد کومې بریښنايي او د سونتوکو سرچینې لري.

افغانستان ددې وس نه لري چې ګواکې په کور دننه دې د خپلې اړتیا تېل چاڼ کړي، یوازې دوه تصفیه خونې ددې هېواد په شمال کې شته چې ایله پنځه زره ټنه خام تېل د قشقري له څاګانو وباسي هغه اندازه چې په سلو کې لس سلنه افغانانو ته هم پوره نه دي.

د برېښنا په واردولو کې هم ورته کیسه ده. د زرو میګاواټو بریښنا ۵۶۰ کیلو واټه يې له ګاونډیو هیوادونو اخیستې او ۳۴۰ په هیواد کې د ننه تولیدیږي، له نورو هېوادونو له راغلې بریښنا سره په لاره ځینې امنیتي اندېښنې هم تړلې دي چې خلک يي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

ددغه کړاو پای څه ډول شونې ده، افغانستان څنګه توانېدلی شي چې په راتلونکې کې د برېښنا او سونتوکو ستونزې له منځه یوسي .

افغان حکومت ځینې حل لارې په پام کې نیولې. د سوداګرۍ وزارت د ویاند مسافر قوقندي له خولې ده چې ګازونو او تېلو زېرمې يې د بېړنیو حالاتو لپاره ساتلې، څه چې له خلکو د دولت لاسنیوی بلل کېږي.

هو، ازرخش حافظي دا کار چنداند اغېزمن نه ګڼي او وايي حکومت کولای شي تر دې پورته ګامونه واخلي، څه چې دی یې خپله تجربه يادوي وايي د مخابراتو له لارې هم له برېښنا سره مرسته کېدای شي. په دې ډول چې لا خو ډېر شمېر سوداګر په دغه لاره کې پانګونې ته لېواله دي.

له هغو ټولو شونتیاوو چې په افغانستان کې شته، اوس هم ددې هېواد وګړو ته برېښنا او سونتوکي د ننګونو په کرښه کې دي. په سلو کې ۹۰ خلک لا خو د خپلو کورونو د تودولو لپاره لرګي او د ډبرو سکاره کاروي، هغه هېواد چې د خپلو ګاونډیانو په منځ کې د برېښنا تر ټولو د کمې کچې لګښت لري.

ورته مطالب