روغتيا وزارت: ملاريا ناروغۍ کې ۸ سلنه کموالی راغلی

د انځور حقوق MoPH
Image caption افغانستان يو له هغو څلورو هېوادونو دی چې د ملاريا ناروغۍ کچه په کې زياته او په لسګونو کسان يې وژلي دي

د افغانستان د روغتيا وزير فېروز الدین فېروز وايي په ۲۰۱۴ کال کې د ملاريا په ناروغۍ ۸ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملاريا پر وړاندې د نړيوالې ورځې په تړاو د عامې روغتيا وزارت پر خبر پاڼه کې راغلي چې په ۲۰۱۴ کال کې ۲۹۵ زره کسان د ملاريا په ناروغۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله دا کچه ۸ سلنه ټیټه ده.

د روغتيا وزارت په وينا ملاريا افغانستان کې د روغتيا پر وړاندې يو لوی خنډ دی.

د روغتيا وزیر وايي د دولت له خوا د ملاريا پر وړاندې د عامو خلکو ملاتړ او د پوهاوي کچې لوړوالی کولای شي د ناروغۍ په کموالي کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان يو له هغو څلورو هېوادونو دی چې د ملاريا ناروغي په کې زياته ده.

ويل کېږي په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ له کبله ۴۶ کسان وژل شوي او په ۲۰۱۲ کال ۳۶ خپل ژوند له لاسه ورکړی دي

په ۲۰۰۵ کال کې ملاريا په افغانستان کې د ټولو ناروغيو ۱،۴ سلنه جوړوله خو په ۲۰۱۲ کال کې دا شمېرې ۱،۵ سلنه ته لوړې شوې.

افغان حکومت پلان لري تر ۲۰۲۰ کال پورې دا شمېرې ۰،۲ سلنو ته راټيټې کړي.

د انځور حقوق Thinkstock