هند ته د ولسمشر غني سفر، هيلې او اندېښنې

Image caption د هندوستان لومړي وزير په نيپال کې د سوېلي آسيا د همکاريو سازمان (سارک) د غونډې پرمهال ولسمشر غني ته د نوي ډيلي د سفر بلنه ورکړې وه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر دوشنبه (د اپرېل ۲۷) د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر هندوستان ته ځي. واک ته له رسېدو وروسته، دا هندوستان ته د ښاغلي غني لومړی سفر دی.

د هندوستان لومړي وزير په نيپال کې د سوېلي آسيا د همکاريو سازمان (سارک) د غونډې پرمهال ولسمشر غني ته د نوي ډيلي د سفر بلنه ورکړې وه.

افغان ولسمشر به په دغه سفر کې د هندوستان له ولسمشر پرناب مکرجي، لومړي وزير نرېندرا مودي، له ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو او د يو شمېر پوهنتونونو له استادانو سره پر سياسي، اقتصادي، پوځي او د ښې حکومتولۍ په اړه بحثونه ولري.

افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال، په ۲۰۱۲ کال کې له هند سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او په تېرو ۱۴ کلونو کې د دواړو هېوادونو اړېکې ډېرې دوستانه پاتې شوې دي.

هندوستان په څه باندې يوه لسيزه کې د افغانستان په بيارغونه کې نژدې دوه میليارده ډالره لګولې دي. د ملي شورا د نوې ودانۍ او سلما بند په څېر نورې مهمې پروژې يې هم تر کار لاندې دي.

د هندي سياستوالو اندېښنې

که څه هم د افغانستان د نوي حکومت د سياستوالو ترمنځ داسې څه نه ليدل کېږي چې د نوي ډيلي پر وړاندې دې د کابل په تګلاره کې بدلون راغلی وي، خو د هندوستان د واکمن ګوند (بې جې پي) او ځينې نور سياستوال په دې اند دي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان نوي حکومت د هندوستان پر وړاندې خپله پاليسي بدله کړي او د حامد کرزي په څېر د ډيلي دوستۍ ته لومړيتوب نه ورکوي.

د دوی دليل دا دی چې ولسمشر غني د هندوستان له سفر وړاندې لومړی، سعودي عربستان، پاکستان، چين، ايران، امريکا او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او دا د دې ښکاره بېلګه ده چې کابل د ډيلي اړيکو ته اوس په هغه سترګه چې حامد کرزي کتل، نه ګوري.

په هندوستان کې دغه ډول اندېښنې هغه مهال لاپسې ډېرې شوې چې افغان حکومت پاکستان ته خپل ځينې سرتېرې د روزنې لپاره ولېږل او ولسمشر غني د اسلام آباد د سفر پرمهال د پاکستان په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز ته ورغی او وژل شويو پوځيانو ته يې د درناوي مراسم وړاندې کړل.

خو ولسمشر غني به په دې سفر کې هڅه وکړي چې په هندوستان کې د سياستوالو ترمنځ دا نظر بدل کړي چې ګنې کابل د ډيلي په اړه خپله بهرنۍ پاليسې بدله کړې ده.

سياسي رقابت

هندوستان چې په سيمه کې هم له پوځي او هم له سياسي پلوه د پاکستان او چين لوی سيال بلل کېږي، په افغانستان کې د دغو دواړو هېوادونو له اغېز نه وېره لري. تېره اونۍ د پاکستان او چين ترمنځ د ۴۶ ميليارده ډالرو د هوکړې لاسليک او د افغانستان د سولې په بهير او اقتصادي برخه کې د چين کم سارې لېوالتيا، د هندوستان دغه اندېښنې لا پسې ډېرې کړې.

هندوستان اوس هڅه کوي چې د افغانستان او ايران له لارې منځنۍ آسيا، روسیې، اروپايې هېوادونو او ترکيې ته لاره ومومي او په دې سره په سيمه کې د چين د اغېز مخه راکمه کړي.

نو په دغه سفر کې به د ولسمشر غني او هندي مشرانو ترمنځ د اجنډا يوه مهمه موضوع د ايران د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د درې اړخيزه تړون نهايي کول وي. د چابهار د بندر په اړه هندي چارواکو له وړاندې له ايران سره هوکړې ته رسېدلي دي.

هند ځکه پر دغه بندر ټينګار کوي چې پر پاکستان له تکيې پرته مخامخ د ايران له لارې افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړه خپلواکه کړي. که څه هم پاکستان څو ځلې ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به د خپل هېواد له لارې د مالونو د لېږد رالېږد اجازه ورکړي، خو په عمل کې لا هم داسې څه نه ليدل کېږي.

پوځي همکاري

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان په پوځي برخه کې له نوي ډيلي د ډېر څه تمه لري.

د کابل او ډيلي ترمنځ د ستراتيژيک تړون له مخې، هند د افغانستان پوځيان روزي او پوځي تجهيزات هم ورکوي. مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۳ کال کې له هندوستانه د درنو وسلو غوښتنه کړې وه خو ډيلي له درې کلن ځنډ وروسته اېله درې چورلکې دا څو ورځې وړاندې افغان پوځ ته سپارلې دي، خو افغانستان په دې برخه کې له ډيلي د ډېر څه تمه لري.

ولسمشر غني به په دغه سفر کې د هندوستان له لومړي وزير سره پر دفاعي مسالو هم خبرې وکړې او داسې اټکل هم کېږي چې دواړه هېودونه به دې برخه کې يوه توافقنامه هم لاسليک کړي. خو هندوستان، چې خپله د پرمختللو وسلو مهم پېردونکی هېواد دی، افغانستان ته د وسلو په ورکولو کې له احتياط نه کار اخلي.

کرېکټ

هندوستان چې په کرېکټ له مخکښو هېوادونو بلل کېږي، د لوبو لپاره مناسب او پرېمانه لوبغالي لري. ولسمشر غني به په دې سفر کې له هندي چارواکو غوښتنه وکړي چې د افغان لوبډلې د کورنيو لوبو لپاره په هندوستان کې زمينه برابره کړي. افغانستان ورته غوښتنه په ۲۰۱۳ کال کې هم کړې وه.

افغان لوبډله اوس خپلې کورنۍ لوبې تر ډېره په اماراتو او کله کله يې د پاکستان په ميدانونو کې کوي. د هند په ميدانونو کې به د افغان لوبغاړو د لوبېدو يوه ګټه دا وي چې ارزانه تمامېږي او د دې ترڅنګ ښايي د دې فرصت هم ومومي چې د هندوستان غوره ليګ (آی پي اېل) سيالو ته لاره ومومي.

په عمومي ډول ډيلي ته د ولسمشر اشرف غني سفر هم افغانانو او هم هندوانو له هېلو ډک ښکاري. له يوه لوري به د ځينو هندي سياستوالو هغه اندېښنې لرې شي چې ګنې نوي افغان حکومت د هندوستان په اړه خپله پاليسي بدله کړې او له بله پلوه به پر پوځي او اقتصادي همکاريو له سره غوره وشي.