اروزګان: د امنیه قومندانۍ سرپرست په 'مرموز' ډول ووژل شو

د انځور حقوق .
Image caption ګلاب خان له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د اروزګان د جنایي مدیر په توګه دنده سرته رسوله.

د افغانستان سوېلي اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر او د امنیه قومندانۍ سرپرست ګلاب خان تېره شپه ۱۰ بجې په مرکز ترینکوټ کي په مرموزه توګه له خپل یوه ملګري سره د تومانچې په ډزو وژل شوی.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی د اروزګان د والي د ویاند دوست محمد نایاب له خولې وایي، پېښه د مرکز ترینکوټ په سرخم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ښاغلی ګلاب خان د ځینو امنیتي پوستو لیدو ته روان و.

په دغه پېښه کې ګلاب خان او د هغه یو ملګری د تومانچې په ډزو وژل شوي، چې ګومان کیږي د هغه ساتونکي له خوا وژل شوي وي چې ددوی سره ملګری و.

سرچینه وايي، مشکوک ساتونکی د پولیسو له خوا په سیمه کې نیول شوی دی.

د مرکز ترینکوټ د لومړۍ حوزې مشر ګل اغا وایي، د اروزګان جنایي مدیر او د هغه ملګری د یوه پولیس له خوا وژل شوي دي.

ګلاب خان له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د اروزګان د جنایي مدیر په توګه دنده سرته رسوله.

یوه میاشت وړاندې، د اروزګان د پولیسو مشر مطیع الله خان هم په کابل کې په مرموزه توګه ووژل شو، چې د کابل امنیتي ادارو ویلي و، نوموړی په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی.

خو د اروزګان ځینو قومي مشرانو او د مطیع الله خان خپلوانو ادعا کړې وه، چې نوموړی په حکومت کې د ننه د "ځینو کړیو" له خوا وژل شوی دی.

کندوز

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل، ددې ولایت د تخارستان عالي دیني مدرسې استاد او عالم مولوي نور الهدا مولوي زاده کریمي د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

سرچینه وايي، د نوموړي لېږدوونکی موټر د سړک پر غاړه پر خښ کړای شوي ماین وربرابر شو، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.

بدخشان

بل خوا، د بدخشان پولیس واييو یو ۱۸ کلن ځوان د فیض آباد ښار په څنډو کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په بې رحمانه ډول په چړو وژل شوی او بیا سر ترې غوڅ کړل شوی دی.

د بدخشان امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې عمومي مشر امام علي عزیزي بي بي سي ته وویل، پولیسو ددغه ځوان مړی د نورو څېړنو لپاره د بدخشان روغتون ته لېږدولی دی، خو وايي، تر اوسه یې د قاتلینو په اړه هېڅ څرک نه دی لګول شوی.

ورته مطالب