د فرخندې د قتل دوسیه لویې څارنوالۍ محکمې ته لېږلې ده

د افغانستان لویې څارنوالۍ نن د فرخندې د قتل دوسیه محکمې ته ولېږله. دغه دوسیه د اتلسو څارنوالانو له خوا ارزول کېږي.

Image caption سلګونو تنو مدني فعالان نن په هغه سیمه کې سره راټول شوي وو چې پېغله فرخنده په کې وژل شوې او سوځول شوې وه.

تر اوسه د یادې قضیې په تړاو له ۴۹ تورنو د پولسو په ګډون ۱۹ یې نیول شوي، خو د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه د دغه قتل اصلي عاملین نه دي نیول شوي:

"د کورني او بهرني امنیت پروړاندې د څارنوالۍ د مشر سید نور الله سادات او د لویې څارنوالۍ د مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال په مشرۍ او لویې څارنوالۍ د اتلسو مجربو څارنوالانو په ګډون ددغې قضیې څېړنه بشپړه شوې ده، چې نن د غويي پر اوومه ماسپښین یوه نیمه بجه دغه دوسیه رسماً د کابل ولایت محکمې ته ولېږل شوه او موږ د محکمې د قضايي ناستې په انتظار یو. دا چې دغې دوسیې دوه نظامي او ملکي برخې لرلې، چې د هېواد د نافذو قوانینو پربنسټ به پوځي جرمونه د پوځي محکمې اړوند وي او د لویې څارنوالۍ سرپرست سترې محکمې ته د صلاحیت ورکولو غوښتنه وکړه او د دوسیې پوځي برخه دې هم په ملکي محکمه کې فیصله شي، همدا وو چې د افغانستان قاضي القضات راشد صاحب د کابل ولایت محکمې له ابتدايي دیوان د دوسیې د دواړو برخو د ارزولو غوښتنه وکړه."

+ کابل کې د فرخندې د قتل په یاد مراسم

+ د فرخندې وژنه؛ د افغانستان لپاره د پیوستون ټکی دی؟

+ د فرخندې انځورونه، له ماشومتوبه تر مرګه

Image caption افغانې سینمايي لوبغاړې لینا علم د فرخندې د وژل کېدو پېښه په هماغه سیمه کې نندارې ته وړاندې کړه چې فرخنده په کې وژل شوې وه او د نندارچیانو له سترګو یې اوښکې وبهولې.

پر همدې مهال، سلګونو تنو مدني فعالان نن په هغه سیمه کې سره راټول شوي وو چې پېغله فرخنده په کې وژل شوې او سوځول شوې وه.

قهرجنو کسانو څلويښت ورځې مخکې د کابل شاه دوشمشیرې په زیارت کې فرخنده له وهلو او ټکولو وروسته ووژله او مړی یې وسوځاوه.

افغانې سینمايي لوبغاړې لینا علم د فرخندې د وژل کېدو پېښه په هماغه سیمه کې نندارې ته وړاندې کړه چې فرخنده په کې وژل شوې وه او د نندارچیانو له سترګو یې اوښکې وبهولې.

د فرخندې له وژلو وروسته هم په کور د ننه او هم بهر کې له مدني فعالانو نیولې بیا د افغان حکومت تر مشرتابه پورې دغه پېښه په کلکو ټکو وغندل شوه.

د دغې غونډې په ترڅ کې یو شمېر اعتراض کوونکو یو ایټالوي مشهور شعر زمزمه کړ او د ولسواکۍ او عدالت غوښتنې لپاره یې خپل لاسونه یوبل ته سره ورکړل.

د فرخندې کورنۍ په پولیسو د فرخندې په ساتنه کې د پاتي راتلو له امله کلکه نیوکه کوي. د فرخندې پلار پولیس په دې تورنوي، چې د لور د وژلو پر وخت یې هلته ولاړ وو او هېڅ یې ونه کړل.

د پېښې په فیلم کې لیدل کیږي، چې پولیس د پارېدلو خلکو د تیت پرک کولو هڅه کوي او هوايي ډزې هم کوي.

ورته مطالب