ولسمشر غني هند ته په رسمي سفر ورسېد

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی سفر دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له یوه پلاوي سره نوي ډيلي ته ورسېد چې د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له هندې چارواکو سره وګوري.

د ارګ خبرپاڼه لیکي دا سفر د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي په رسمي بلنې تر سره کېږي.

ټاکل شوې ده چې په دغه سفر کې ښاغلی غني او ورسره پلاوی یې د هند له لومړي وزیر، د کانګرس له مشرې مېرمن سونیا ګاندي او د بهرنیو چارو له وزیر، د دفاع، سوداګرۍ او روغتیا له وزیرانو او همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له غړو سره لیدنې کتنې ولري.

په دغه سفر کې له ولسمشر غني سره د اجرایوي ریاست لومړی مرستیال محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د معدنونو او غازو وزیر داوودشاه، د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر محمدهمایون رسا، د کرهنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د کار، ټولنیزو چارو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، لوی درستیز شیرمحمد کریمي او یو شمېر افغان سوداګر مل دي.

د بي بي سي د خبریال هارون نجفي زاده په وینا، ښاغلی غني هند ته د دې لپاره تللی چې د سولې د خبرو اترو په ګډون پر سیاسي مسالو وغږېږي او له بلې خوا هندي سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې سترې پانګونې وکړي.

هند په تېرې یوې لسیزې کې تر دوه میلیارد ډالرو ډېرې مرستې په سیاسي، اقتصادي، روزنیزو او ټولنیزو برخو کې له افغانستان سره کړي دي.

ورته مطالب