اشرف غني: سږ کال افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ دی

اشرف غني د انځور حقوق
Image caption دا هند ته ولسمشر په توګه د اشرف غني لومړی رسمي سفر دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سږ کال یې هېواد له سختو حالاتو سره مخامخ دی، ځکه چې په وینا یې "نړیوالې ترهګرۍ افغانستان ته مخه کړې ده او دغه هېواد یې خپل هدف ګرځولی دی".

ښاغلي غني له خپله انده د نړیوالې ترهګرۍ په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل، افغانستان ۳۵۲ زره کسیزه ځواک لري، چې دده په وینا هېواد به "سقوط" ته پرې نه ږدي.

اشرف غني تر ولسمشر کېدا وروسته، د تېرې دوشنبې په ورځ هند ته د یوه جګپوړي ۸۳ کسیزه افغان پلاوي په مشرۍ په لومړي سفر نوي ډیلي ته ولاړ.

له ښاغلي غني سره مل د بي بي سي خبریال هارون نجفي زاده وايي، د هند د مالیې وزیر جایانت سینها پالم پوځي هوايي ډګر کې د افغانستان د ولسمشر هرکلي ته ولاړ و، خو رسمي تشریفاتي مراسم د سې شنبې په ګهیځ د لومړي وزیر نریندرا مودي په کوربه توب ترسره شول.

ښاغلي غني هند ته له رسېدا څو دقیقې وروسته، په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د پراختیایي برخې د بنسټ ډبره کېښوده او د سفارت پراخه شوې ودانۍ یې پرانیسته.

هغه په هند کې له افغان کډوالو او په دې هېواد کې له افغان محصلینو سره دوه جلا ناستې لرلې.

د انځور حقوق
Image caption د سې شنبې په ورځ ولسمشر د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي، ولسمشر پرناب موکرجي، د بهرنیو چارو، دفاع، سوداګرۍ له وزیرانو او د ولسمشر له مرستیال حامد انصاري او د ملي امنیت له سلاکار سره جلا کتنې ولري.

د افغانستان ولسمشر وویل، هېواد یې له اداري فساد سره مخامخ دی، خو اصلاحات وخت ته اړتیا لري. نوموړي د بېلګې په توګه وویل، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د محکمو له مشرانو سره یې کتلي، چې دده په ټکو د همدوی له کبله "تر پزې" راغلی دی.

افغان هندوانو ولسمشر ته په خوست، غزني، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د دوی د عبادتځایونو د ځمکو د غصبېدو په اړه شکایت وکړ، ولسمشر دوی ته ډاډ ورکړ چې پخپله به د دوی د معابدو د غصب قضیه وڅاري، خو ددغو ځایونو بېرته ستنول لږترلږه یو کال وخت غواړي.

ښاغلي غني له افغان تابعیت پرېښودونکو او هندي تابعیت اخیستونکو سره په دې برخه کې د زمینې او اسانتیا برابرولو ژمنه هم وکړه.

ولسمشر له محصلینو سره د کتنې پرمهال د افغانستان په سفارتونو هم نیوکه وکړه.

هغه وویل: "واسطې او بډې سفارتونو ته د وزګارو کسانو د لارې موندلو لامل شوې دي". د بېلګې په توګه هغه بریتانیا کې د افغانستان سفارت یاد کړ، چې په وینا یې "لږترلږه په دې سفارت کې لس کسان پېژنم چې یوازې حاضري لاسلیکوي، خو دنده سرته نه رسوي".

محصلینو له ښاغلي غني سره دا اندېښنه هم شریکه کړه، چې له فراغت وروسته د دندې موندلو پسې ستړي ستومانه ګرځي، خو نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان ادارې به مسلکي کېږي او ځوانو کاروونکو ته به اړتیا ولري.

ولسمشر وویل، د ملي یووالي حکومت جوړولو ته یې ځکه غاړه کېښوده، چې په وینا یې افغانستان له ۲۰۰ کلونو وروسته پاتې کېدو وژغوري.

د انځور حقوق

هغه وویل، د افغانستان سیاسي پوړۍ د وګړو لپاره زهرجن کارونه کړي، چې همدا په هېواد کې د کړکېچ لامل شوی، خو دا ځل به افغانان د تېر ناوړه تاریخ تکرارېدو اجازه ورنه کړي.

د سې شنبې په ورځ ولسمشر د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي، ولسمشر پرناب موکرجي، د بهرنیو چارو، دفاع او سوداګرۍ له وزیرانو او د ولسمشر له مرستیال حامد انصاري او د ملي امنیت له سلاکار سره جلا کتنې ولري.

د چارشنبې په ورځ، ولسمشر غني له هندي سوداګرو او پانګوالو سره ګوري، چې افغانستان کې یې پانګونې ته وهڅوي.

هند په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، روزنیزو او ټولنیزو برخو کې تر دوه میلیارد ډالرو ډېرې مرستې کړي دي.

ورته مطالب