علومي: د افغانستان شمال زموږ دوستانو خراب کړی

علومي د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي وویل، که چېرې حکومت د ملي پخلاینې ته د زړه له کومي هڅه وکړي، "طالبان به پخپله راشي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي وايي، پر هغو کسانو به زړه ونه سوځوي، چې د هېواد پر بچیانو زړه سوی ونه لري. نوموړي دا څرګندونې کندوز ولایت ته د یوه سفر پرمهال کړې دي، چې په دې ولایت کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

نور الحق علومي وویل: "زموږ هوډ هماغه دی هرڅوک چې د هېواد پر پاکو بچیانو زړه سوی ونه لري، موږ به هېڅکله رحم ورباندې ونه کړو، زموږ سرتېري به زړه سوی ورباندې ونه لري".

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان شمال زموږ دوستانو خراب کړ او سوېل زموږ دښمنانو خراب کړی، اوس تاسو ته وایم، زموږ دښمنان هغه کسان دي چې زموږ نظام نه مني، زموږ اساسي قانون نه مني، زموږ دوستان هغه دي، چې نظام او اساسي قانون مني، خو یوازې په خپله محدوده کې فکر کوي او د نورو په کیسه کې نه دي، که چېرې سیمه ییز پولیس له یوه ځانګړې ډلې دفاع کوي، د خلکو له ملاتړ برخمن نه دي".

د کورنیو چارو وزیر وویل، د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده، چې په وینا یې داسې پولیس باید رامنځ ته شي، چې د ټولو افغانانو دفاع وکړي، هرڅوک چې له ملي ګټو دفاع وکړي، "زموږ ملګري دي او چې دفاع ونه کړي، زموږ ملګري نه دي".

"طالبان به پخپله راشي"

دغه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي وویل، که چېرې حکومت د ملي پخلاینې ته د زړه له کومي هڅه وکړي، "طالبان به پخپله راشي".

ښاغلي علومي په هېواد کې د جنګېدونکو طالبانو شمېر کم وښود، چې په وینا یې "خلک وايي څومره دي او څومره نه دي، په خدای قسم په هر ولایت کې تر سلو - دوو سوو ډېر نه دي. په ټول افغانستان کې د دوی ترڅنګ لس برابره نور بې تفاوته او هغه کسان ولاړ دي چې یوازې شخصي ګټې لري او په ګډوډۍ او بې ثباتۍ کې ددوی ګټه ده".

وړاندې، د کندوز والي محمد عمر صافي بي بي سي ته ویلي وو، د افغان امنیتي ځواکونو له پرمختګ او د طالبانو له شاتګ وروسته یې د کندوز ښار شمال ختیځ کې لس کیلومتره لیرې په ګور تپه، او د ښار په شمال کې ۲۰ کیلومتره لیرې په تلاوته سیمه او امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد چاڼيز عملیات پیل کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په کندوز کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روان هده

ښاغلی صافی ادعا کوي، په وروستیو نښتو کې چیچنیايي، ازبکستاني او تاجکستاني اورپکي وژل شوي او ټپیان دي. د وژل شویو ډېری مړي له دولتي ځواکونو سره دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان شمالي سیمو ته هم د ناامنیو لمن غځېدلې ده، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د حکومت مخالفان له ۲۰۱۳ کال راهیسې شمال کې د خپلو جنګیالیو د ځای پر ځای کولو پر پلان کار کاوه.

ورته مطالب