د افغانستان سوېل کې بریدونو یو کس وژلی او اته یې ټپیان کړي

د انځور حقوق b
Image caption په کندهار کې امیني چارواکي وايي د برید هدف د بهرني پوځیانو کاروان ؤ.

کندهار او فراه ولایتونو کې، په دوو بېلابېلو چادونو کې یو افغان وژل شوی، څلور بهرنیان او څلور نور افغانان ټپیان شوي دي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې څلور رومانیايي پوځیان او یو افغان پولیس ټپیان شوي.

په یوې بلې پېښې کې په فراه ولایت کې یوې چاودنې لږ تر لږه یو افغان وژلی او درې نور یې ټپیان کړي.

د فراه د والي د ویاند جاوید افغان په وینا چاودنه د عامې روغتیا د ریاست مخې ته شوې.

هاخوا امنیتي چارواکي وايي د کندهار په برید کې، ځانمرګی بریدګر چې له چاودېدونکو ډک موټر یې چلوه، هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا وپېژندل شو.

د کندهار ولایت د سیمه ییزې ادارې ویاند صمیم خپلواک فقط د یوه پولیس د ټپي کېدو پېښه تاييد کړې، خو یوې باوري امنیتي سرچینې بیا د څلورو رومانیایانو ټپې کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د برید موخه د بهرنیانو کاروان ؤ چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې ؤ.

برید د کندهار- سپین بولدک لویه لار، د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان پله ته نژدې شوی دی.

د بریدونو له ډېرېدو سره خلک او افغان ځواکونه د ځانمرګو بریدګرو پېژندګلوي تر پخوا په آسانۍ کولی شي.

په یو شمېر پېښو کې په کندهار، لغمان، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې ځانمرګي بریدګر له بریده وړاندې ژوندي نیول شوي.

ورته مطالب