له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان پلاوی قطر ته تللی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption طالبانو دوه کاله وړاندې، د قطر دوحه کې د خپلې سیاسي استازولۍ پرانیستل اعلان کړل، چې پر لوحې یې د "افغانستان اسلامي امارت" توري لیکلي وو، او د طالبانو سپین بیرغ یې پر دفتر پورته کړی و، همدا وو چې د افغانستان دولت ټینګه نیوکه ورباندې وکړه.

افغان چارواکو ویلي، له هېواده یو ۲۰ کسیزه پلاوی، چې د سولې د عالي شورا غړي او ځینې خپلواکې سیاسي څېرې پکې ګډون لري، له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

رویټرز خبري آژانس د سولې د عالي شورا د مرستیال عطاء الله لودين له قوله ویلي، دغه پلاوی به پر راتلونکو یکشنبې او دوشنبې ورځو له طالبانو سره په "مقدماتي خبرو" کې ګډون وکړي.

ښاغلی لودین وايي، ټولې خبرې به افغانستان کې د سولې پر موضوع راغونډې وي، چې د افغانستان، پاکستان طالبانو او نورو بنسټونو استازي به پکې حضور ولري.

نوموړي دا هم ویلي، د افغانستان د سولې عالي شورا به په قطر کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند له دوو استازو سره هم وګوري.

د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند د افغان دولت پرضد یوه بله وسله واله ډله ده.

خو د سولې د عالي شورا سرپرست عبد الحکیم مجاهد بي بي سي ته وویل، ددغې شورا اته غړي په دې پلاوي کې حضور لري، خو د دوحې په خبرو کې به د افغانستان د دولت رسمي استازیتوب ونه کړي.

ښاغلي مجاهد وویل، دوحه کې به د ملګرو ملتونو په نوښت یوه خبري غونډه جوړه شي چې د طالبانو استازي به هم ګډون پکې ولري.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، د افغانستان د سولې په باره کې هر راز هغه غونډه او خبرې چې د طالبانو استازي پکې حضور ولري، د دغه هېواد د سولې په ګټه تمامېږي.

په قطر کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي او استازي هم منلې ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان او ددغې ډلې د استازو ترمنځ پروګرام جوړ شي، چې اسلامي ګوند به هم ګډون پکې ولري.

طالبانو دوه کاله وړاندې، د قطر پلازمېنه دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیست، چې پر لوحې یې د "افغانستان اسلامي امارت" توري لیکلي وو، او د طالبانو سپین بیرغ یې پر دفتر پورته کړی و، همدا وو چې افغان حکومت له ټینګو نیوکو سره مامخ شو.

که څه همر تر اوسه څرګنده نه ده، چې د طالبانو استازي به ددوحې په خبرو کې د ملا محمد عمر په تایید سره ګډون وکړي او که نه، خو قطر کې د طالبانو د دفتر استازو د چین او پاکستان له استازو سره خبرې کړې دي.

''شخصي ګډون''

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''ټاکل شوې سبا د شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې له ۲ نېټې سره سمون خوري په قطر هېواد کې یو دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس دایر شي''.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم راغلي: ''باید ووایو چې په نوموړي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي ګډون په هېڅ ډول د سولې او مذاکراتو د خبرو په معنی نه دی، او دا خبره مخکې له مخکې د 'پګواش' له اړونده مسولینو سره واضح شوې او هغوی منلې ده، او ددې پخلی یې کړی چې په نوموړي کنفرانس کې هر کس په شخصي ډول ګډون کوي، نه د کوم جهت او یا حکومت په استازیتوب''.

د انځور حقوق
Image caption د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''ټاکل شوې سبا د شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې له ۲ نېټې سره سمون خوري په قطر هېواد کې یو دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس دایر شي''.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې افغان چارواکي هڅه کوي د سولې خبرې چټکې کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، هېواد ته د سولې راتګ یې له لومړیتوبونو څخه دی، او هڅه یې دا ده چې وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته رامات کړي. نوموړي په همدې موخه سعودي عربستان، پاکستان او چین ته هم سفرونه کړي دي.

ورته مطالب