کابل کې ځانمرګي برید یو کس وواژه لس نور ټپیان دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نننی برید د لویې څارنوالۍ د کوڅې په خوله کې شوی

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د لویې څارنوالۍ کار کوونکو پر لېږدوونکي موټر ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش بي بي سي ته وویل، برید نن ګهیځ شاوخوا اته بجې او ۲۵ دقیقې د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سناتوریم روغتون ته څېرمه د څارنوالۍ کوڅه کې ځانمرګی برید وشو.

نوموړی وايي، برید د څارنوالۍ پر ملکي کارکوونکو شوی، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې، یو کس پکې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

په سیمه کې د څارنوالۍ یوه کارکوونکي بي بي سي ته وویل، تر اوسه د څارنوالۍ د ودانۍ دروازې بندې دي او کار کوونکو ته د بهر وتلو اجازه نه شته.

د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن سهار یې د لویې څارنوالۍ په بس برید کړی. مجاهد ادعا کوي، چې په برید کې تر ۴۰ ډېر څارنوالان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي د کابل په لوېدیځ کې د دارالامان د سړک پر اوږدو پرته ده.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

د تېر اپرېل پر ۲۴ مه طالبانو د (عزم) په نامه د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

طالبانو څو ورځې وړاندې د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې پراخه جګړه پیل کړې ده، چې زرګونه حکومتي ځواکونه یې د مقابلې لپاره دغه ولایت ته استول شوي دي.

تېره اونۍ د کندوز د مرکز او ځینو سیمو د سقوط ګنګوسې هم خپرې شوې وې.