تر دوو ورځو د فرخُندې دوسیې کې پر تورنو حکم صادرېږي

د انځور حقوق EPA
Image caption په محکمې کې ځینو تورنو کسانو د فرخُندي په وژنې کې خپله ښکېلتیا هغسې نه منله چې په دوسیې کې دي.

د فرخُندې د وژنې دوسیې ته ځانګړې شوې محکمې اعلان وکړ چې د دغې دوسیې پر تورنو کسانو به خپل حکم په دوو ورځو کې ورکړي.

دا پرېکړه نن د فرخُندې د دوسیې په تړاو د دغې محکمې په درېمې غونډې کې وشوه.

په نننۍ غونډې کې د فرخندې د دوسیې قاضي، حمیدالله قاصر د کابل د دوهمې حوزې د پولیسو په هکله وویل چې دوی د پېښې ځای ته ځان په موقع رسولی دی، خو په دندې کې يې له خپلو وظیفوي صلاحیتونو او امکاناتو استفاده نه ده کړې.

بلې خوا د دوهمې حوزې د کشف د رئیس او مسئول مدافع وکیلانو د قاضي ادعاوې رد کړې او دی يې په "سلیقوي" چلند تورن کړ. هغوی د خپلو موکلینو د برائت غوښتونکي شول.

په دغو دریو ورځو کې چې د فرخندې د وژنې د دوسیې لومړنۍ محکمه په کابل کې ترسره کېده، د فرخندې د کورنۍ غړي حاضر نه ول. د محکمې رئیس صفی الله مجددي وویل چې د هغوی د نه شتون لامل نه دی څرګند.

د فرخندې د کورنۍ مدافع وکیلې کي مدلي نن په محکمې کې په یوې لنډې وینا کې وویل چې د دې موکلین نه غواړي غچ واخلي خو د عدالت غوښتونکي دي.

مېرمن مډلي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل هغه موټر چلوونکی باید ونیول شي چې د فرخندې پر مړي یې موټر وخېژاوه.

دا په داسې حال کې دی چې کابو دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې دغه کس یې د پلازمېنې شمال ته، د کاپیسا په ولایت کې نیولی دی.

په تېرو دریو ورځو کې د دغې محکمې بهیر دخبري رسنیو له خوا په جدي توګه تعقیبېده او آن ځینو رسنیو خو په ژوندۍ بڼه خپراوه.

د محکمې په دوهمې ورځې پر قضیې د لا ډېرې رڼا اچونې لپاره د کورنیو چارو د وزارت لوړ پوړي چارواکي غونډې ته حاضر شول او د قاضي پوښتنې یې ځواب کړې.

ورته مطالب