طالبان: زموږ دفتر دې پرانستل شي

Image caption په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازیتوب دفتر د " اسلامي امارت " د بیرغ د پورته کولو له امله وتړل شو.

په قطر کې د پګواش په څېړنیز کنفرانس کې افغان طالبانو یو وار بیا د خپل دفتر د شتون پر اهمیت ټینګار کړی دی او غوښتي یې دي چې دوی ته دې اجازه ورکړل شي خپل دفتر پرانیزي.

د پګواش په کنفرانس کې چې د یوې کاناډایۍ موسسې له خوا پر نړیوالو کړکېچونو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جوړېږي، طالبانو ته په ګډون دا زمینه برابره شوه چې د افغانستان پر اوسني کرکېچ خپل نظر څرګند کړي.

د طالبانو اته مهمو غړو په دغه کنفرانس کې د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې، د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او د افغانستان له استازو سره ګډون وکړ.

Image caption د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دولت د سولې خبرو اترو ونه کړای شول روانه جګړه ودروي.

د طالبانو دغه غړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ د دفتر په استازیتوب ورغلي ول.

طالبانو په دغې غونډې کې د سولې پر اهمیت تر هر بل وخت ډېر ټینګار کړی دی او سره له دې چې د سولې د خبرو اترو د بهیر پر څرنګوالي یې ناخوښي ښودلې خو بیا یې هم د سولې اړوند د غونډو لپاره، د دغه بهیر د پرمختګ لپاره او د پوښتنو د ځوابولو لپاره د دفتر درلودل اړین بللي.

د طالبانو د پلاوي یوه غړي د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان استازو له دوی غوښتنه کړې چې اوربند دې ورسره ومني، خو د دوی د اوربند شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

سره له دې چې په پګواش غونډې کې د افغانستان د سولې د عالي شورا ځینو غړو ګډون کړی دی خو د سولې د عالي شورا مسئولینو او د ولسمشر ویاند ویلي چې دوی په رسمي توګه د افغان دولت استازیتوب نه کوي.

کنفرانس کې چې د بندو دروازو ترشا تر سره شو، نه یوازې دا چې طالبانو د ائتلافي ځواکونو او په تېره بیا د امریکایانو پر جګړییزو تګلارو، بمبارۍ او بندیخانو کلکې نیوکې کړي دي، په افغان دولت کې یې د فساد شتون او ځینې نورې ناخوالې د دوی له ناکامیو بللي.

طالبانو په اوس وخت کې له افغان دولت سره د جګړییزې ښکېلتیا سربېره، د ځانمرګو او هغو نورو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي چې بې ګناه خلک پکې وژل کېږي.

د انځور حقوق AFP

دوی د خپلې واکمنۍ پرمهال خپلو کړنو ته هم اشاره کړې خو استدلال یې دا کړی چې "د اسلامي امارت اعضاوو او منسوبینو به د كافي تجربې نه درلودلو له امله، ځینې سهوې کړې وي او نیمګړتیاوې به موجودې وې".

طالبانو د یوه "افغان-شموله اسلامي نظام" د رامنځ ته کېدو شونتیا د بهرنیو ځواکونو د سرتېرو له وتلو وروسته ویني او د سولې د راتلو پر لارې نه یوازې کورني چې د دوی په وینا بهرني خنډونه هم شته.

په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د خبرو اترو کوربه-توب، لږ تر لږه د قطر او چین هېوادونو کړی چې څرګندې پایلې یې نه دي درلودلي.

ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته، د سولې خبرې اترې د خپل کار لومړیتوب ګڼي او د مذاکرې میز ته د دولت د مخالفینو د رابللو لپاره پاکستان، سعودي عربستان او چین ته یې سفرونه کړي دي.

د پخواني ولسمشرحامد کرزي د واکمنۍ په مودې کې په قطر کې د طالبانو تازه پرانستل شوی دفتر په دې بند کړای شو چې دوی د " اسلامي امارت" بیرغ پکې پورته کړ او ښاغلي کرزي دا له هوکړې د باندې عمل وباله.

ورته مطالب