'بدخشان کې ۱۰ ورک شوي پولیس بېرته خپلو پوستو ته ستانه شوي'

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، بدخشان کې هغه لس افغان پولیس بېرته خپلو پوستو ته ستانه شوي، چې څو ورځې وړاندې له طالبانو سره د جګړې پرمهال تري تم شوي وو.

څو ورځې وړاندې ددغه ولایت وردوج ولسوالۍ کې لس افغان ملي پولیس تري تم شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په نښته کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ د بدخشان روغتیايي چارواکو ویلي وو، د ۱۶ ملي اردو او پولیسو مړي یې د فیض آباد ښار روغتون ته لېږدولي دي.

بدخشان کې د بي بي سي خبریال تېره ورځ د سیمه ییزو چارواکو او عیني شاهدانو له قوله ویلي وو، ۲۵ پولیس ورک شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په جګړه کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، چې په وینا یې پنځه یې لوړپوړي قومندانان دي.

په دې نښته کې اته نور وسله وال ټپیان شوي، او د طالبانو دوه قومندانان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، وسله وال او پولیس هغه مهال ووژل شول، چې طالبانو وردوج ولسوالۍ کې پر ځینو پوستو بریدونه وکړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

نژدې یوه میاشت وړاندې وسله والو بدخشان کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د بدخشان د والي ویاند نويد فروتن بي بي سي ته ویلي وو، نښته د وري پر ۲۱ هغه مهال پیل شوه، چې وسله والو په جرم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، ۱۸ سرتېري یې ووژل او له اتو نورو یې سرونه غوڅ کړل.

له پېښې یوه اونۍ وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني بدخشان ته ولاړ او هلته یې وویل چې ''نړیوال ترهګر'' بدخشان کې د جګړې مسؤول دي.

ورته مطالب